د لاس رسي وړ اتصالات

په فاریاب، هرات او بادغیس کې سیلابونو ٢٠ تنه وژلي دي


افغان حکومت وايي په تیره یو میاشت کې له سلو زیات افغانان په سیلابونو او نورو طبیعي پیښو کې په ۲۰ ولایتونو کې وژل شوي دي
افغان حکومت وايي په تیره یو میاشت کې له سلو زیات افغانان په سیلابونو او نورو طبیعي پیښو کې په ۲۰ ولایتونو کې وژل شوي دي

د فاریاب، هرات او بادغیس په ولایتونو کې سیمه ییز چارواکي وايي، د پنجشنبې د ورځې ( وري ۸مه) د سخت باران د اورښت وروسته په دغو ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي. په دغو ولایتونو کې ٢٠ تنو د وروستیو سیلابونو له وجې ژوند بایللی دی.

د فاریاب والي نقیب الله فایق امریکا غږ اشنا راډیو ته نن د جمعې په ورځ ( وري ۹مه) وویل، چې په دغه ولایت کې د باران روان اورښت او سیلابونو د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو پر تله خلکو ته ډیر زیانونه اړولي دي.

ښاغلي فایق وویل، چې تراوسه په دغه ولایت کې په سیلابونو کې د اتو تنو د وژل کیدو او شپږ نورو د ژوبل کیدو خبرونه یې ترلاسه کړي دي.

ښاغلي فایق وویل " تیره شپه د ولایت مرکز کې هم سیلابونه راوتلی وو، چې له امله یې په سلګونو کورونه زیانمن شوي دي".

خو د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وايي، په دغو سیلابونو کې دوه تنه لا درکه شوي هم دي.

ښاغلي سیلاب وویل، چې د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش، دولت اباد، پښتون کوټ او شیرین تګاب په ولسوالیو کې خلکو د نورو ولسوالیو پرتله په سیلابونو کې زیات زیانونه لیدلي دي.

د فاریاب ولایتي چارواکو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ۱۵۰۰ کورونو او ۴۰۰ دکانونو ته د زیان رسیدلو او یا د ویجاړیدو خبر هم ورکړی دی.

هرات کې سیلابونه

د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د انجیل، ګذره، رباط سنګي او کشک کهنه د ولسوالیو په کلیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

په هرات ولایت کې ډاکټران وايي، په دغو سیلابونو کې نهه تنه وژل شوي دي.

خو عیني شاهدان په سیلابونو کې له څلورو د زیاتو کسانو د وژلو ادعا کوي.

د هرات د فواید عامې رئیس سید عبدالله حمایت وايي، په دغه ولایت کې سیلابونو د هرات – تور غونډۍ د سړک یوه برخه هم نړولې، چې له امله یې دا لویه لار او د هرات – اسلام قلعه لویه لار د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د سیلابونو له امله د هرات حلقوي سړک هم بند شوی دی.

هغه وویل، د سیلاب د مهارولو لپاره د فواید عامې وزارت تخنیکي ټیم د دغه سړک یوې برخې نړولو ته اړ شوی دی.

د بلې خوا د مهاجرت نړیواله اداره "آی او ایم" وايي، چې د هرات په ولایت کې د پنجشنبې د ورځې د سخت اورښت وروسته سیلابونو د هرات د ښار په ګډون په شل ولسوالیو او کلیو کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

" آی او ایم" وايي، دا اداره د افغان حکومت او نور مرسته رسونې د ادارو سره د سیلابونو څخه د پیښ شوي زیان او اړو خلکو ته د مرستې د برابرولو په لارو چارو غورکوي.

د بادغیس دوو ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي

د هرات په ګاونډ د بادغیس په ولایت کې هم سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه ولایت د جوند او قادس په ولسوالیو کې د تیرې ورځې د سیلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د روانې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په یو شمیر ولایتونو کې د سخت اورښت او سیلابونو د راوتلو په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی وو.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې په شلو ولایتونو کې سیلابونو، د واورې د ښوېیدو او نورو طبیعي پېښو د له امله د تیر ۱۳۹۷ لمریز کال د کب له یولسمې څخه د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وري تر ۷ نیټې پورې۱۰۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۷ نور ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG