د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان ولایت کې سیلابونو یو تن وژلی


د بغلان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز سربیره د دوشي په ولسوالۍ کې هم تیره شپه سیلابونه راوتلي وو.
د بغلان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرکز سربیره د دوشي په ولسوالۍ کې هم تیره شپه سیلابونه راوتلي وو.

تیره شپه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ کې سیلابونه راوتلي، چې یو تن په کې وژل شوی او خلکو یو شمیر کورونه یې ړنګ کړي دي.

د بغلان د طبیعي حوادثو پر وړاندې د مبارزې رئیس نصیر کهزارد وايي، چې د پلخمري په ښار کې سیلابونو یو تن وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.کهزاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دوشي ولسوالۍ کې سیلابونو ۱۰۰ جریبه زراعتي ځمکه تخریب کړې ده.

هغه زیاتوي چې د دوي سروې جریان لري او کیدای شي تر ۱۰۰ زیات کورونه هم تخریب شوي وي.

کهزاد وویل چې له سیلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې شوي خو د زیاتو معلوماتو او دقت لپاره سروې روانه ده.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي چې د سیمې خلک ادعا کوي چې دوه تنه د سیلابونو له امله ورک دي خو لا تر اوسه دغو ورکو کسانو راپور دقیق شوی نه دی.

هغه وویل چې د سیلابونو د تخریب د معلومولو لپاره یې ډرې ډلې په دنده ګومارلي او د سروې له پوره کیدو وروسته به له خلکو سره مرستې وشي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG