د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې سمندري توپان پراخ کرنیز زیانونه اړولي


د شمالی کرولاینا په والیس نومې ځای کې یو کور اوبو لاندې کړیدی
د شمالی کرولاینا په والیس نومې ځای کې یو کور اوبو لاندې کړیدی

د امریکا د هوا پيژندنې ادارې د راپور له مخې په شمالي او جنوبي کارولینا کې د فلورینس توپان تر نورو کروندګر ډېر ځپلي دي.

د امریکا د هوا پيژندنې ادارې د راپور له مخې په شمالي او جنوبي کارولینا کې د فلورینس توپان تر نورو کروندګر ډېر ځپلي دي.

همدغه راز د دغه توپان له کبله ۸۰۰زره کسان په دې سیمو کې اوس هم بریښنا نلري او د سیلاب خطر لا شته دی.

د شمالي کارولاینا والي رای کوپر د شنبې په ورځ (سپتمبر۱۵) وویل چې د طوفان د سرعت پر کمید وسربیره د فلورانس استوایي طوفان اوس هم د شدیدو بارانونو لامل کیدای شي او ټوله سیمه له منځه وړلی شي.

ښاغلي کوپر هغه ټول مسافران چې شمالي کارولانیا ته سفر کوي دېته وهڅول چې دې ایالت ته له موټرو چلولو نه ډډه وکړي.

د فلوریسن استوايي توپان ١٣ تنه وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

په ورته وخت کې د جنوبي کارولاینا والي هینري مکمستر د دغه ایالت د سواحلو د تخیلې امر لرې کړ. خو په دغه ایالت کې د هوري او جوړجتاون سیمه پکارده اوس هم په جبري توگه تخلیه شی.

مکماستر وایي ولسمشر ترمپ ورته ډاډ ورکړی چې هغه به تر خپلې وسې پورې کوشش وکړي چې د فیدرالی حکومت له پلوه د توفان له وجې د جنوبي کارولاینا اړتیاوې پوره کړي.

اوس لا د وخت نه مڅکې کار دی چې په ټولو توپان ځپلو سیمو کې د اوښتيو تاوانونو دقیق اټکل وشي. خو سره له د ې هم یو ځایي څیړنیز مرکز ویلي چې په ځینو سیمو کې مالي تاوان کیدای شي ٣٠٠ میلیونو ډالرو ته ورسیږي ځکه توفان ډیر سوکه په حرکت کې دی.

XS
SM
MD
LG