د لاس رسي وړ اتصالات

د فلوریډا لوی څارنوال د کیوبا د پخواني ولسمشر راول کاسټرو د نیولو امر کړی

 راول کاسټرو، د کیوبا پخوانی ولسمشر (د ارشیف عکس)
راول کاسټرو، د کیوبا پخوانی ولسمشر (د ارشیف عکس)

د فلوریډا لوی څارنوال، جېمز اوتمایر ویلي چې د کیوبا د پخواني ولسمشر راول کاسټرو د نیولو لپاره ددې ایالت په کچه حکم صادر شوی دی.

کاسټرو په ۱۹۹۶ کال کې د دوو ملکي الوتکو د نسکورېدو په تړاو د عمدي وژنې د توطئې په جوړولو تورن شوی دی. په دغو الوتکو کې سپاره څلور کسان ووژل شول چې درې یې امریکایان او یو کیوبايی و چې په قانوني توګه یې په امریکا کې ژوند کاوه.

دا الوتکې د فلوریډا په میامي ښار کې د «Brothers to the Rescue» په نوم د یوې نادولتي موسسې په اختیار کې وې.

اوتمایر د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹مه) وویل: «دا یوه تصادفي پېښه نه وه. دا وژنه وه. شواهد په څرګنده ښيي چې یوه توطیه موجوده وه.»

د امریکا د عدلیې وزارت نږدې پنځه میاشتې مخکې راول کاسټرو او پنځه نور پخواني کیوبايي چارواکي په همدې پېښه کې تورن ګڼلي وو.

د فلوریډا د چارواکو په وینا، راول کاسټرو چې هغه مهال د کیوبا د انقلابي وسله والو ځواکونو وزیر او د ولسمشر مرستیال و، د «Brothers to the Rescue» موسسې پر ضد د عملیاتو امر کړی و.

د فلوریډا ایالتي څارنوالانو ویلي چې د کیوبا استخباراتي مامورینو چې په فلوریډا کې یې د «Wasp Network» په نوم شبکې په چوکاټ کې فعالیت کاوه، دې موسسې ته نفوذ کړی و او د الوتنو پلانونه یې کیوبايي چارواکو ته رسولي وو.

د ۱۹۹۶ کال د فبرورۍ په ۲۴مه، ددې موسسې درې الوتکې د جنوبي فلوریډا له اوپا لاکا هوايي ډګره والوتلې. وروسته د کیوبا «میګ» جنګي الوتکو دوه الوتکې وویشتلې چې څلور کسان پکې ووژل شول. امریکايي چارواکو ویلي چې دا الوتکې هغه مهال په نړیوال هوايي حریم کې وې.

دې پېښې د واشنګټن او هاوانا ترمنځ کړکېچ پراخ کړ چې په جنوبي فلوریډا کې د مېشتو کیوبايي کډوالو لپاره لا هم یوه مهمه موضوع بلل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا قضیه به د راول کاسټرو پر راتلونکي څه اغېز ولري او ایا هغه به کله هم په امریکا کې محکمې ته حاضر شي که نه.

د فلوریډا لوی څارنوال ټینګار وکړ: «دا یوازې د کاغذ یوه ټوټه نه ده، بلکې واقعي پایلې لري.» هغه وویل که کاسټرو داسې هېواد ته سفر وکړي چې له امریکا سره د مجرمینو د سپارلو تړون لري، نو ښايي هغه له عملي قانوني ستونزو سره مخ شي.

اوتمایر زیاته کړه: «ښاغلی راول کاسټرو نور دا انتخاب نه لري چې له خپل هېواده ووځي او هر ځای په ازاد ډول وګرځي. که د هر دلیل له مخې یو دوست هېواد ته ولاړ شي چې له امریکا سره د ستنولو تړون ولري، نو بالاخره به امریکا ته انتقال شي.»

د کیوبا ولسمشر میګویل دیاز کانل د راول کاسټرو د نیولو حکم یو «کرکجن اقدام» بللی دی. هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي چې دا پرېکړه نه قانوني او نه هم عملي اساس لري. نوموړي په بل پیغام کې د راول کاسټرو ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې له خپل انقلاب څخه به دفاع کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۰) د راول کاسټرو د نیولو حکم وغنده او خبرداری یې ورکړ چې پر کیوبا د فشار زیاتوالی ښايي د لاتینې امریکا او کارابین سیمې لپاره عواقب ولري.

د ۲۰۲۶ کال د می په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې راول کاسټرو په ښکاره اعتراف کړی او حتی د ملکي الوتکو په ویشتلو یې ویاړ هم کړی دی. روبیو زیاته کړه: «له هماغه وخته هغه د امریکايي عدالت څخه تښتېدلی کس ګڼل کېږي.»

راول کاسټرو د خپل ورور فیدل کاسټرو ځای ونیو او تر ۲۰۰۶ پورې د سرپرست ولسمشر په توګه له دندې وروسته په ۲۰۰۸ کال کې په رسمي ډول د کیوبا ولسمشر شو. هغه په ۲۰۱۸ کال کې له ولسمشرۍ او په ۲۰۲۱ کال کې د کیوبا د کمونست ګوند له مشرۍ څخه تقاعد واخیست.

قانون پوهان څه وايي؟

هوزې اګناسیو هرناندېز چې د وینزویلا د موقت حکومت پخوانی څارنوال او د نړیوالو قوانینو کارپوه دی وايي چې د کاسټرو د نیولو حکم ښايي نورې حقوقي اغېزې هم ولري، په ځانګړي ډول د هغو بهرنیو چارواکو پر ضد چې د امریکا اتباعو ته په زیان رسولو تورن شوي وي.

هغه وویل: «دا حکم کولی شي د امریکا د سرحدونو بهر د قانون د پلي کولو لپاره زمینه برابره کړي، هغسې چې د مادورو په قضیه کې ولیدل شول.»

د هرناندېز په وینا دا قضیه ښايي هغو قربانیانو ته هم نوې لارې پرانیزي چې غواړي د امریکا په محاکمو کې عدالت ته ورسېږي. هغه زیاته کړه: «امریکا د خپلو اتباعو د ساتنې عرفي مکلفیت لري، نو ځکه کولای شي د هغو جرمونو په اړه قضایي صلاحیت وکاروي چې مستبد چارواکي یې د امریکايي اتباعو پر ضد ترسره کوي.»

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز څېړونکي کریسټوفر هرناندېز رای بیا وايي چې د کاسټرو پر ضد دغه اقدام باید د کیوبا پر حکومت د امریکا د زیاتېدونکي فشار په پراخ چوکاټ کې ولیدل شي.

هغه وویل، حتی که راول کاسټرو هېڅکله هم امریکا ته ونه سپارل شي، خو دا اقدام به د کیوبا سیاسي او پوځي مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې هغوی هم په راتلونکې کې له ورته قانوني اقداماتو سره مخامخ کېدای شي.

هرناندېز رای زیاته کړه چې د کاسټرو د نیولو حکم د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه یوازې څو اوونۍ مخکې شوی او کورنی سیاسي اغېز یې له پامه نه شي غورځول کېدلی، په ځانګړې توګه په جنوبي فلوریډا کې چې د کیوبا د حکومت مخالفت پکې لا هم یوه مهمه سیاسي موضوع ده.

هغه وویل: «اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د ټرمپ اداره امتیازات، د روڼ اندو تر کنټرول لاندې سیاسي لېږد، که د رژیم بشپړ بدلون غواړي؟ او ایا د فشار زیاتول به دموکراتیک بدلون ته لار هواره کړي که به د کیوبا بشري بحران او سیاسي سختدریځي نوره هم ژوره کړي؟»

هرناندېز رای وویل چې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې واشنګټن په هاوانا باندې د فشار له زیاتوالي څخه په اصل کې څه ترلاسه کول غواړي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG