د لاس رسي وړ اتصالات

د فلوریډا والي د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپله کاندیدي اعلانوي


ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت والي ران ډي سانتیس چارشنبه مې ۲۴ (غبرګولي۳) د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل ځان د جمهوري غوښتونکي ګوند د یو کاندید په توګه اعلان کړي.

ښاغلی سانتیس به دا اعلان د ټویټر د مالک ایلن مسک سره په خبرو کې اعلان کړي.

د ښاغلي سانتیس د انتخاباتي مبارزې غړیو ویلي چې اعلان به د ټویټر په سپیس کې وشي او ګډون کوونکی به د کاندید خبرې واوري.

سره لدې چې د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ګډون څو نورو جمهوري غوښتونکو ځانونه د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره د سیالۍ لپاره نومولي خو ویل کیږي چې ۴۴ کلن ډي سانټیز به د جمهوري غوښتونکو په ګوندي انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ تر ټولو مهم سیال وي.

په ملي کچه د نظر معلومولو په سرویګانو کې سانتیس تر ټرمپ ډیر شاته پاتې خو د جمهوري غوښتونکو د نورو ټولو کاندیدانو څخه وړاندې دی.

ډي سانتیس شپږ کاله د متحده ایالاتو د استاز مجلس غړی و خو په ۲۰۱۸ کال کې یې د فلوریډا د والي مقام لپاره انتخابات وګټل او تیر کال په رای ګیرۍ کې د دویم ځل لپاره د همدې ایالت والي وټاکل شو.

د چارشنبې ورځې د اعلان څخه وړاندې ښاغلي سانتیس څو هغو ایالتونو ته سفرونه وکړل چې په انتخاباتو کې مهم نقش لري او د جمهوري غوښتونکو په غونډو کې یې ویناګانې کړي.

د فلوریډا دې والي څه موده وړاندې د انتخاباتي مبارزو لپاره د بسپنو ورکوونکو یوې ډلې ته په خصوصي توګه ویلي و چې ګمان کوي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو چانس یوازې جمهور رئیس بایډن، مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او دی پخپله لري.

سانتیس دا هم ویلي و چې برحال جمهور رئیس بایډن ته د ماتې ورکولو لپاره دی تر ټرمپ ډیر چانس لري.

سره لدې چې ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې چې ښاغلی ډي سانتیس د فلوریډا ایالت د والي مقام لپاره په انتخاباتو کې کاندید و، د هغه ملاتړ یې کړی و خو ټرمپ تازه ویلي چې سانټیز وفادار ندی.

د جمهوري غوښتونکو ګوند نور کاندیدان په متحده ایالاتو کې د ملګرو ملتونو پخوانۍ استازې او د جنوبي کارولینا پخوانۍ والۍ نیکي هیلي، د ارکنساس ایالت پخوانی والي آسا هچینسن، د ټکنالوژۍ کاروباري ویویک راماسوامي او د راډیویي خپرونو کوربه لیرې ایلډر دي.

د دموکرات ګوند په استازیتوب برحال جمهور رئیس جو بایډن ځان نوماند کړی او د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاملا هریس بیاهم د هغه د مرستیالې په توګه انتخاباتي کمپاین ته مخه کوي.

جو بایډن د "آزادۍ" په نامه ویدیو کې د امریکایانو څخه وغوښتل چې د بنسټیزو آزادیو او د دموکراسۍ لپاره د هغه ملاتړ وکړي.

هغه په ټویټر یوه ویدیو خپره کړې او لیکلي یې دي: "هر نسل یوه شیبه لري چیرې چې دوی باید د ډیموکراسۍ لپاره ودریږي، د خپلو بنسټیزو آزادیو لپاره ودریږي."

په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په میاشت کې کیږي.

XS
SM
MD
LG