د امریکا د فلوریډا په ایالت کې یو وسله وال په یو ښوونځي په ډزو کې ۱۷ تنه وژلې او گڼ شمیر یې زخمیان کړي دي.
په فلوریډا کې د ښوونځي پخواني شاگرد په خپل ښوونځي په ډزو کې ١٧ تنه وژلې او یو شمیر یې زخمیان کړیدي. څنگه چې په ښوونځي ډزې پیل شوی نو زدهکونکي او د هغوي مور پلار کوڅو ته راوتلل.
دغه پیښه د فلوریډا د بروارډ په سیمه کې شویده.
د دغې پېښې نه وروسته د بیړنیو مرستو کارکونکې سیمې ته ورسیدل او وژل شوي او زخمیان یې روغتون ته انتقال کړل.
د ښوونځي یو مامور وویل "دا زړه دردونکی حالت دی. دا زمونږ لپاره یوه ډیره دردونکي او د خپگان ورځ ده."
پولیسو د ښوونځي دغه پخوانی شاگرد چې نولس کلن ځوان دی، نیولی دی او تحقیقات یې ترینه شروع کړیدي.
پولیسو ویلي دي چې دغه پخوانی شاگرد د ښوونځي ایستل شوی و او د هغه تومانچه او ټوپکې لرلی. پولیسو وویل چې زیاتره کسان د ښوونځي د ودانۍ دننه وژل شویدي خو ځینې بیا د باندې هم ویشتل شویدي.
د امریکا تحقیاتي ادارې ایف بي آې هم د پولیسو سره په گډه د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړیدي