د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فلوریډا ایالت په هوایي ډګر کې په ډزو کې ۵ تنه وژل شوي


برید کوونکی د امریکا د ملي ګارډ پخوانی غړی دی چې په عراق کې یې ماموریت هم کړیدی.
برید کوونکی د امریکا د ملي ګارډ پخوانی غړی دی چې په عراق کې یې ماموریت هم کړیدی.

د فلوریډا ایالت والي ریک سکاټ وایي د پیښې په هکله یې د جمهور رئیس براک اوباما او د منتخت جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړیدي.‌

چارواکي وایي برید ګر ۲۶ کلن دی او ایستیبان سنتیاګو نومیږي.‌ پیښه د فلوریډا ایالت د فورټ‌ لاډر ډیل په هوایي ډګر کې پرون د جمعې په ورځ شویده. پولیسو برید کوونکی ژوندی نیولی او تحقیقات ترې کیږي.‌

په ډزو کې اته تنه ژوبل شوي هم دي. د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې برید کوونکی د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۶ کاله پورې د الاسکا او پورتیکو ریکو په ملي ګارډ کې دنده ترسره کړې وه.

وزارت همدرانګه وایي چې هغه په ۲۰۱۰ کال کې په عراق کې هم د امریکایي ځواکونو سره پوځي ماموریت کړیدی.‌ شپږ ویشت کلن ایستیبان سنتیاګو په پوځ کې د محاربوي اینجینر دنده درلوده او د دندې پر وخت ورته ګڼ شمیر مډالونه هم ورکړل شوید.‌

د فورټ لاډر ډیل د هوایي ډګر مسؤلین وایي چې برید کوونکي وسله پخپل بکس کې ساتلې وه او کله چې د هوایي ډګر هغې سیمې ته ورسیده چې مسافرین پکې خپل بکسونه اخلي، په تشناب کې یې پخپلې وسلې کې مرمۍ واچولې او په خلکو یې ناتاره ډزې وکړلې.‌

عینی شاهدان وایی د برید کوونکي سره نورې مرمۍ نه وې پاتې او همدا وجه وه چې هغه ځان پولیسو ته وسپاره. د سیمه ایزو پولیسو یوه جګپوړي افسر مطبوعاتو ته ویلي دي چې " تر اوسه لا وختی دی چې سړی ووایي هغه دا کار ولې کړی."

عینی شاهدانو مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي دي چې برید کوونکي د ډزو پر وخت هیڅ هم ندي ویلي خو کله یې چې مرمۍ خلاصې شوې، تمانچه یې هم ایسته واچوله.

XS
SM
MD
LG