د لاس رسي وړ اتصالات

د فلورېډا په"خیالي کور کې د شاهي جوړې" د واده ناکامه هڅه


د امریکا د فلوریډا په ایالت کې یوې ښځې او خاوند کوښښ کړی و په یوې داسې ماڼۍ کې خپل واده په وړیا او پټه توګه تیر کړي چې ۵.۷ میلیون ډالره ارزښت لري.

زوم کورټني ولسن او ناوې شنیتا جونز څو ځله دې ماڼۍ ته پدې پلمه ورغلي وو چې ګنې پلان لري دا ودانۍ واخلي. هغوي په ودانۍ کې عکسونه هم اخیستې و.

دې زوم او ناوې ځانونه "شاهي جوړه" بللې او د واده لپاره یې خپل خپلوان او ملګري همدې ودانۍ ته چې "خیالي کور او جایداد" نومیږي، وربللي وو.

دا ماڼۍ چې مالک یې د خرڅلاو لپاره په بازار کې ثبت کړې، د لامبو حوض، سینما، نهه د خوب کوټې، ۱۵ تشنابونه او د ټینس د لوبې یو میدان لري.

ښاغلي ویلسن او میرمن جونز فکر کاوه چې په ماڼۍ کې څوک نه اوسیږي او دا د هغوي لپاره ښه فرصت دی چې خپل واده پکې په وړیا توګه تیر کړي.

یوې سیمه ایزې ورځپاڼې لیکلي چې دې ناوې او زوم پلان درلود په ماڼۍ کې د شنبې په ورځ د خپل خپلوانو او ملګرو سره د شراب څښلو لپاره د سرو قالینو د غوړولو جشن ونیسي او د یکشنبې په ورځ د سهار ناشته برابره کاندي.

خو ددې ناوې او زوم ټول پلان وروسته تر هغه تس نس شو چې د ماڼۍ خاوند پرته لدې چې کوم پلان یا نیت ولري، د شنبې په سهار ماڼۍ ته ورغي.

د ماڼۍ خاوند په کور کې و چې زوم او ناوې د واده د چمتوالي لپاره ماڼۍ ته ورغلل.

د ماڼۍ مالک د مرستې لپاره پولیسو ته زنګ وواهه او پولیسو پرته لدې چې څوک ونیسي زوم او ناوې قانع کړل چې په ماڼۍ کې د خپل واده کولو د پلان نه تیر شي چې هغوي هم ومنله.

د ماڼۍ څښتن نتن فنکل وایي دا لومړي ځل ندی چې خلک د اجازې پرته ماڼۍ ته ننوزي. هغه وایي، " خلک مې ځوروي، ټیلیفون راته کوي چې د خدای لخوا ورته پیغام ورکړل شوی چې باید واده په همدې ماڼۍ کې وکړي."

فنکل وایي غواړي چې نور یې خلک ونه ځوروي.

XS
SM
MD
LG