د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې متخصصین د زکام دموسم د پېلېدو په اړه اندېښنه لري


د کروناوېروس د خپرېدو سره سره، په شمالي نیمه څنډه کې د زکام موسم په پیل کېدو دی.

د امریکا روغتیايي سیسټم ته په کتو چې د کروناوېروس له کبله زیات اغېزمن شوی، ښايي لدې کبله مېلیونونه خلک ناورغ او لسګونه زره کسان د مرګ کومې ته برابر شي.

د الاباما پوهنتون د ساري نارغیو د څانګې مشرې جئین مارازو پدې وروستیو کې خبریالانو ته ویلي چې: "موږ واقعاً غواړو د یوه ناورین پر احتمال ټینګار وکړو".

روغتونونو ته د تللو د مخنیوي په خاطر، متخصصین خلک د زکام واکسین لګولو ته هڅوي.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د کلني اټکل له مخې، هرکال ۶۱۰۰۰ کسان په امریکا کې د انفلونزا له کبله مري او څه ناڅه ۸۱۰۰۰۰ کسان په روغتونونو کې بستر کېږي.

همدارنګه، د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تراوسه ۲۰۰۰۰۰ امریکایان د کروناوېروس له کبله مړه شوي دي. د ناروغیو د کنټرول او مخنیوی مرکز وایي چې کروناوېروس په اوسط ډول په ورځ کې ۸۰۰ امریکایان وژني.

د هاورد پوهنتون استاده مېشل مینا د وضعیت د " خرابېدو" اټکل کړی دی.

د زکام او ریزش په شمول، په مني او ژمي کې د تفنسي ناروغیو شمېر زیاتېږي. لاملونه یې زیات څرګند ندي خو وېروسونه په یخه او وچه هوا کې په اسانۍ له یوځای نه بل ځای ته انتقالېدی شي.

په داسې حال کې چې له کروناویروس ضد واکسین نه استفاده ښايي څو موده وروسته پيل شي خو خو روغتیايي چارواکي پدې موسم کې ټولو خلکو ته د زکام واکسین د لګولو سپارښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG