د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د منځنۍ دورې انتخاباتو وروسته پام د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اوښتی


په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو پداسې حال کې پام ډیر شوی چې لا هم د منځنۍ دورې انتخاباتو نتایج په بشپړه توګه ندي څرګند شوي.

اټکل دا و چې د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې به جمهوري غوښتونکي د کانګرس په سنا او استازو مجلس کې ډیرې څوکۍ وګټي او پدې سره به د برحال جمهور رئیس جو بایډن لپاره چارې یو څه سختې کړي خو داسې ونشو.

جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې اکثریت وګاټه خو په دومره ستر توپیر نه چې د دموکرات جمهور رئیس بایډن لپاره په ځینو مواردو کې د غټ خنډ پیدا کولو سبب شي.

خو د سنا په مجلس کې بیا دموکراتانو وکړی شو خپل اکثریت خوندي وساتي.

د متحده ایالاتو د کانګرس په منځنۍ دورې انتخاباتو کې معمولاً د واکمن ګوند غړي د ماتې سره مخ کیږي او په انتخاباتې مبارزو کې خلکو ته قناعت ورکول ځکه ګرانیږي چې د کاندید / کاندیدې په هکله پریکړه د واکمن جمهور رئیس کړنو ته په کتو کیږي.

سره لدې چې په متحده ایالاتو کې د انفلاسیون له کبله په خلکو کې د جمهور رئیس جو بایډن محبوبیت د ۴۰ فیصدو څخه هم کم و، خو بیا هم د منځنې دورې انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند هغو کاندیدانو بری تر لاسه نکړ چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې ملاتړ کاوه.

جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیدان دي.

لا څرګنده نده چې د جمهوري غوښتونکو ګوند په استازیتوب به څوک د سیالۍ میدان ته را ودانګي خو یو شمیر جمهوري غوښتونکي پدې انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ د کاندید کیدو سره موافق ندي.

د استازو د مجلس پخوانی مشر پال راین وایي که د ټرمپ پر ځای بل څوک د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب سیالي وکړي، "زما په فکر مونږ به سپینه ماڼۍ وګټو".

ټرمپ د نومبر په پنځلسمې نیټې په رسمي توګه د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړ.

ښاغلي ټرمپ د کاندیدۍ د اعلان کولو پر وخت وویل:" ددې لپاره چې امریکا یوځل بیا خپل پخواني عظمت ته ستنه کړو، نن د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست ټاکنو کې په خپله نامزادي اعلانوم."

د ټرمپ د وینا ډیره برخه د اوسني ولسمشر جوبایډن پر کارونو په نیوکو او د خپلې دورې په بریاوو متمرکزه وه. دونالډ ټرمپ وویل:" دوه کاله مخکې موږ لوی ملت وو او ډیر ژر به بیا لوی ملت شو."

د ټرمپ د اعلان څخه څو ورځې وروسته د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه وګماره.

د عدلې وزارت پدې تحقیقات کوي چې آیا کوم شخص یا ادارې په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وبایلل، د واک د انتقال او یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مې نیټې په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو په بهیر کې په غیر قانوني توګه لاس وهلی که نه.

دویمه موضوع چې د ښاغلي ټرمپ څخه پکې ترې تحقیقات کیږي، د محرمو اسنادو او سوابقو سره د ښاغلي ټرمپ چلند دی او آیا دا چې هغه پدې هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی که نه.

XS
SM
MD
LG