د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د مخکنیو افغان حکومتي مشرانو سفر ته یوه کتنه


Afghanistan Former Leaders
Afghanistan Former Leaders

په ۱۹۱۹ عیسوي کال کې د افغانستان د خپلواکۍ له اعلان وروسته د کابل واشنګټن ترمنځ لومړنۍ ډیپلوماتيکې اړیکې په ۱۹۲۱ کال کې پیل شوې.

دا هغه وخت و چې امریکايي ولسمشر وارن جي هاردینګ افغان ټولواک امان الله خان ته په یوه لیک کې سلامونه او نیکې پېروزینې واستول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه تر ۱۹۳۰ کال پورې روانه وه او په ۱۹۴۶ کال کې امریکا په افغانستان کې خپل لومړنی ډیپلوماتیک ماموریت پیل او بیا په ۱۹۴۸ کال کې په کابل کې سفارت پرانیست، سفارت په هماغه ځای کې و چې اوس دی.

په ۱۹۴۳ کال کې د افغانستان د شاهي نظام لومړنی صدراعظم عبدالحسین عزیز امریکا ته ولاړ او د دغه هېواد له ولسمشر فرانکلین روزولت سره یې ولیدل، دا سفر د کابل واشنکنټن طلايي پېر وبلل شو.

د افغانستان بل صدراعظم محمد داود خان بیا په ۱۹۵۸ کال کې امریکا ته سفر وکړ، د امریکا له ولسمشر دوایت ایزنهاور او مرستیال ریچارد نکسن سره د لیدو کاتو ترڅنګ لومړنی افغان مشر شو چې د متحدو ایالتونو په کانګرس کې یې وینا وکړه.

له دغه سفر وروسته په ۱۹۶۳ د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه او ملکه حمیرا امریکا ته ولاړل. ظاهر شاه لومړنی افغان مشر و چې سپینې ماڼۍ ته ننوت او هلته یې د دغه هېواد له ولمسشر جان اف کېنډي سره ولیدل.

د شاه په دغه دوولس ورځني سفر کې د امریکا د ویومینګ پوهنتون، نوموړي ته د هغه د زراعتي اوږدمهاله پروګرامونو له کبله د دوکتورا افتخاري سند هم ورکړ.

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې د کابل واشنکټن اړیکې تر بل هر وخت ټېنګې او ښې وې، دا هغه وخت و چې په افغانستان کې ډېرې کرنیزې پروژې د امریکا په مالي لګښت پلې کېدې او یو شمېر افغان کدرونه هم په امریکا کې وروزل شول.

خو، د روسیې له ملاتړه د برخمن خلق او پرچم ګوند له واک ته رسېدو وروسته، د امریکا او افغانستان ډیپلوماتیک روابط پیکه شول، ان تر دې چې د ۱۹۷۹ کال په فبرورۍ کې په کابل کې د امریکا سفیر ووژل شو، امریکا بل سفیر ونه ټاکه او بلاخره یې دغلته خپل سفارت هم وتړه.

له شاوخوا دوو نیمو لسیزو وروسته، حامد کرزی لومړنی افغان ولسمشر شو چې په ۲۰۰۴ کال کې د انتخاباتو له ګټلو وروسته امریکا ته یې سفرونه وکړل.

ښاغلي کرزي تر دې دمه تر بل هر افغان مشر متحدو ایالتونو ته ډېر سفرونه کړي دي.

پخواني ولسمشر کرزي له خپل پخواني امریکايي انډول جورج ډبلیو بوش سره ښې اړېکې پاللې، خو له ولسمشر اوباما سره د هغه روابط له یو لړ ستونزو سره مله وو، چې د کابل- واشنکټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون نه لاسلیک کول یې د دغو نسبتآ خرابو اړیکو یوه ښه بېلګه بلل کیږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او افغانستاند حکومت اجرایي رئیس عبدالله عبدالله رئیس دامریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړي او د کابل او واشنگټن په اړیکگو کې یو نوی فصل پرانزي.

په دې څلور ورځني سفر کې د روان کال د مارچ له ۲۳ څخه تر ۲۶ پورې د واشنگټن او نیویارک په څو مراسمو کې د ملي وحدت د حکومت د دواړو مشرانو د ویناو سربیره ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني د امریکا کانگرس ته هم وینا وکړي.

دا لیکنه د "د افغانستان او امریکا د اړیکو د لومړنیو ورځو" د عکسونو د نندارتون څخه په گټې اخیستلو لیکل شوی دی. دا نندارتون د مریدین نړیوال مرکز برابر کړی و.

جعفر هاند او نجیب احمدیار

XS
SM
MD
LG