د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې یو پخواني اجنټ چین ته د جاسوسۍ قضیې کې ځان مجرم وباله


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د متحده ایالاتو عدلیې وزارت جمعه مې ۲۴ (غبرګولي څلور) ویلي چې د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) یو پخواني اجنټ چې چین ته په جاسوسۍ تورن و، په محکمې کې خپل ځان ګرم وباله.

الکزاندر یوک چینګ ما، چې ۷۱ کاله عمر لري او اصلي ټاټوبی یې هانګ کانګ دی، په محکمې کې ومنله چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د متحده ایالاتو د ملي دفاع حساس معلومات د چین چارواکو ته ورکړي وو.

د عدلیې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د سي آی اې دې پخواني اجنټ د شانګهای دولتي امنیت بیرو استازو سره د سي آی اې یو بل پخواني اجنټ په مرستې کتلي دي دواړو یې د وینې رشته درلوده خو په اعلامیې کې یې د خپلولۍ په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د هانګ کانګ په یو هوټل کې د ملاقات په پای کې د چین استخباراتي افسرانو ښاغلي ما او د "جرم ملګري" ته ۵۰ زره امریکایي ډالر ورکړي وو چې هغه دا پیسې په خپل لاس شمارلې وې.

د ملاقات څخه وروسته دې دواړو کسانو د چین استخباراتي افسرانو سره منلې وه چې خپله همکاري به روانه ساتي. د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې په ۲۰۰۳ کال کې دغه پخواني اجنټ ته د ژبو متخصص په توګه دنده ورکړه.

اف بي آی دې شخص ته ویلي وو چې د اسخباراتو یو پلان کې به کار کوي چې د چین سره یې د اړیکو په هکله پلټنې وشي او کړه وړه یې هم وڅارل شي.

نوموړي دا هم منلې چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین چارواکو ته ورکړل شوي معلومات یې ښایي متحده ایالات زیانمن کړي وي او ګټه یې چین ته رسیدله.

د دولتي څارنوالو سره په توافق نامې کې، د سي آی اې دې پخواني اجنټ منلې چې د متحده ایالاتو د پولیسو سره به همکاري کوي او د دې په بدل کې به ورته د ۱۰ کالونو بند تیرولو سزار ورکړل شوي خو پدې شرط چې د محکمې قاضي دا غوښتنه ومني.

ټاکل شوې چې د ښاغلي ما د سرنوشت وروستۍ پریکړه د روان ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱ مې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG