د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فلوریډا ایالت یو سناتور په فساد تورن شو


د فلوریډا ایالت د سنا یو پخوانی جمهوري غوښتونکی غړی پدې تورن شوی چې په انتخاباتو کې د خپل سیال د رایو د منحرف کولو لپاره یې داسې یو شخص ته د کاندید کیدو په بدل کې نغدې پیسې ورکړي چې د برحال کاندید په شان تخلص یې درلود.

پولیسو ویلي چې جمهوري غوښتونکي سناتور فرانک آرټیلیس د الیکس پیډرو راډریګیز په نامه یو شخص ته چې د موټرو د پرزو په دکان کې یې کار کاوه، ۴۵ زره امریکایي ډالر ورکړي و چې ځان د خپلواک کاندید په توګه د سنا په انتخاباتو کې کاندید کړي.

په راپور کې ویل شوي چې تیر کال د سنا په انتخاباتو کې دا کار پدې خاطر شوی و چې د برحال سناتور هوسې هاویر راډریګیز رایې منحرفې شي.

دا چې په انتخاباتو کې د دواړو سیالانو تخصلونه یو شان وو، رایې اچوونکي پدې نه پوهیدل چې کوم کاندید ته رایه ورکوي.

پدې انتخاباتو کې برحال سناتور هوسې هاویر راډریګیز د خپلې سیالې ایلینا ګراسیا په مقابل کې د ۳۲ رایو په توپیر ماتې وخوړله.

میرمن ګراسیا جمهورې غوښتونکې ده او د "لاتین امریکایان ټرمپ لپاره" په نامه د ډلې بنسټګره ده.

د فلوریډا په ایالت کې سیمه ایز مطبوعات د دې ټګۍ برګۍ په هکله وروسته تر هغه شکمن شول کله چې ښاغلي الیکس راډریګیز د خپل انتخاباتې مبارزې او دا چې پیسې یې له کومه کړي، د مطبوعاتو سره د خبرو نه ډډه وکړله.

د پولیټیکو د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې د الیکس راډریګیز نوم د سنا د مجلس د هغو دریو کاندیداو په لیست کې هم راغلی و چې هویت یې نه و معلوم او د هیڅ ګوند سره یې تړاو نه درلود.

په راپور کې ویل شوي چې دې کاندید هیڅ ډول انتخاباتي مبارزه نه کوله او یوازې د ایمیل د لارې یې د هغو موضوعاتو په هکله خبرې کولې چې د دیموکرات ګوند پورې تړلې دي.

راپور همدارنګه وایي چې یو نا معلوم بسپنه ورکوونکي دې کاندید ته د نیم میلیون ډالرو نه ډیره بسپنه هم ورکړې.

بل پلو د میامي هیرلاډ ورځپاڼې ویلي چې د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ښاغلي آرټیلیس په عام محضر کې په جار ادعا کوله چې په انتخاباتو کې یې ټګي برګي کړې او د هغه له برکته میرمن ګراسیا انتخابات ګټلي.

ورځپانه وایي، آرټیلیس ښکاره ویل چې " همدا زه وم، ټول زه وم".

د محکمي لخوا د الیکس راډریګیز د نیولو په حکم کې ویل شوي چې هغه څارنوالانو ته اعتراف کړی چې آرټیلیس ورسره د تیر کال د مۍ په میاشت کې د فیسبوک د لارې اړیکه نیولې وه او د کاندید کیدو په هکله یې ورته مشوره ورکړې وه.

پولیسو د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د آرټیلیس په کور چاپه واچوله او هغه د چاپې نه یوه ورځ وروسته ځان پولیسو ته وسپاره. هغه وروسته په ضمانت خوشې شو.

که په آرټیلیس او ملګرو یې دا جرم ثبوت شي، تر پنځو کالونو بندیان کیدی شي.

XS
SM
MD
LG