یوه پخواني اسرائیلی یرغمل چې تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په غزه کې له بند څخه خوشې شو، د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خپل شخصي غونډې په اړه پداسې حال کې خبرې وکړې، چې ټرمپ د ایراني رژیم لخوا د یوې امریکایي چورلکې د نسکورولو په اړه غبرګون ښودلی و او په ایران باندې د امریکا د غچ اخیستونکو بریدونو امر ورکولو لپاره چمتووالی نیولی و.
۲۲ کلن روم براسلاوسکي د سولې لپاره د کلتور انسټیټیوټ د کنفرانس ترڅنګ، د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د اپاچي امریکايي چورلکې د نسکورېدو موضوع د هغه او ولسمشر ټرمپ ترمنځ د ۱۵ دقیقو په لیدنه کې مطرح شوه، چې یوه ورځ مخکې په د ولسمشر دفتر کې شوې وه.
براسلاوسکي د هغو ۲۰ ژوندي پاتې شویو اسرئیلي برمته شویو له ډلې څخه و، چې د حماس ډلې له خوا تېر اکتوبر ازاد شول. د هغه ازادي د هغه اوربند د موافقې برخه وه چې ټرمپ د اسرائیل او حماس ترمنځ د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کړی و. دغه جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو د حماس له خونړي برید وروسته پیل شوې وه.
ولسمشر ټرمپ تېر نومبر کې له دغو ازاد شویو برمته شویو څخه ۱۷ تنه سپینې ماڼۍ ته وربللي وو، خو براسلاوسکي د کمزورۍ له امله ونه توانېد چې امریکا ته سفر وکړي.
براسلاوسکي تر ازادېدو وروسته په عامه توګه د هغو سختو شرایطو او شکنجو په اړه خبرې کړې دي چې د فلسطیني تښتوونکو له خوا ورباندې شوې وې. نوموړی ۷۳۸ ورځې په بند کې ساتل شوی و.
هغه امریکا غږ ته وویل چې غوښتل یې له ټرمپ سره وګوري څو د خپلې ازادۍ لپاره ترې مننه وکړي، او زیاته یې کړه چې د اسرائیلي برمته شویو امریکايي ملاتړي او د JewishBreakingNews.com ویبپاڼې اېډېټر اېډ دویر د دې لیدنې په تنظیم کې مرسته کړې وه.
براسلاوسکي وویل چې د ولسمشر دفتر ته په ننوتو کې لږ شرمېده.
هغه وویل، "هغه ماته مهربان سړی ښکاره شو، لاسونه یې پرانیستي وو. نو ورنږدې شوم، لاس مې ورسره ورکړ، لاس مې یې ښکل کړ او ورته مې وویل: “تاسو زما اتل یاست، مننه.” وروسته یې راته وویل: “ښه، کښېنه.” دا زما لپاره ډېر عجیبه و. زه یوازې یو عادي کس یم چې د اکتوبر په اوومه مې خپله دنده ترسره کړه. زه هغه لوی اتل نه یم چې خلک یې بولي. ولسمشر ټرمپ اصلي اتل دی."
براسلاوسکي د حماس د برید پر ورځ، سره له دې چې په رسمي دنده نه و، د اسرائیل په جنوب کې د نوا موسیقۍ په فستیوال کې د امنیتي ساتونکي په توګه کار کاوه، چیرې چې وسله والو تر ټولو لویه ملکي وژنه ترسره کړه. هغه څو ساعته هلته پاتې شو، خلکو سره یې په تېښته کې مرسته وکړه او د وژل شویو جسدونه یې راټولول، څو د یرغمل نیولو مخه ونیول شي، خو وروسته خپله هم یرغمل شو.
براسلاوسکي وویل، کله چې ټرمپ خبرې پیل کړې، ولسمشر د امریکايي اپاچي چورلکې د نسکورېدو یادونه وکړه چې یوه ورځ مخکې د ایران یوې بېپیلوټه الوتکې نسکوره کړې وه، او د پېښې په اړه اندېښمن ښکارېده.
نوموړي وویل، ټرمپ ترې وپوښتل چې د وضعیت په اړه څه فکر کوي، او هغه ځواب ورکړ، "تاسو باید همدا اوس ایران بمبار کړئ. "
فورم \ دبحث خونه