د لاس رسي وړ اتصالات

د جورج فلویډ په قتل تورن پولیس په ۲۲ کلونو بند محکوم شو


د مینیاپولیس ښار پخوانی پولیس افسر په ۲۲ نیم کاله بند تیرولو محکوم شو.
د مینیاپولیس ښار پخوانی پولیس افسر په ۲۲ نیم کاله بند تیرولو محکوم شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د مینیاپولیس په ښار کې محکمې د پولیسو پخواني افسر ډیریک شاوین ته چې د تور پوستي امریکایی جورج فلوایډ د قتل په تور مجرم بلل شوی، ۲۲ نیم کاله د بند سزا ورکړله.

څارنوالانو ۴۵ کلن شاوین ته د ۳۰ کالونو بند غوښتنه کړې وه خو قاضي پیټر کاهل یې سزا کمه کړله. شاوین د بند د سزا اوریدو نه وروسته بخښنه ونه غوښته خو د فلویډ د کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړله.

هغه د محکمې د حکم اوریدو نه وروسته په لنډه وینا کې وویل، " د اضافي قانوني مسایلو له وجې بشپړه بیانیه نشم ورکولی. خو په راتلونکې کې به داسې معلومات وي چې هیله لرم ستاسو فکر به آرام کاندي. "

قاضي د محکمې د حکم په وخت د پولیسو پخواني افسر ډیریک شاوین ته وویل، "د بند دا سزا ځکه تاسو ته درکول کیږي چې د خپل موقف، بارو او واک نه مو ناوړه ګټه اخیستې او په ځانګړي توګه مو د جورج فلویډ سره ظلم کړی. "

د جورج فلویډ کورنۍ د محکمې پریکړه په متحده ایالاتو کې د نژادې روغې جوړې پر لور "تاریخي" ګام وباله.

په همدې حال کې جمهور رئیس جو بایډن ویلي دا پریکړه ورته مناسبه ښکاري. ښاغلي بایډن لیکلي، "زه د ټولو شرایطو نه چې غور پرې شوی، نه یم خبر. خو د لارښوونو سره سم دا ما ته مناسبه ښکاري. "

د پولیسو افسر ډیریک شاوین او درې نورو ملګرو یې د ۲۰۲۰ کال د مې په میاشت کې ۴۶ کلن جورج فلویډ د مینوسوټا د ایالت د مینیاپولیسو په ښار کې پدې تور نیولی و چې په دکان کې یې د ۲۰ ډالرو جعلي نوټ د دکان خاوند ته ورکړی و.

هغوي فلویډ تر ځولنو کولو وروسته په ځمکه وپرځاوه.

سره لدې چې فلویډ فریاد کاوه او په لارې تیریدونکو خلکو هم د پولیسو نه غوښتل چې هغه خوشې کړي خو ډیریک شاوین تقریباً ۱۰ دقیقې د جورج فلویډ په غاړې پښه ایښې وه.

یوې پیغلې نجلۍ دغه ټوله پیښه په ټیلیفون کې ثبت کړې وه چې وورسته د ټولنیزو شبکو په پاڼو کې د خلکو تر منځ لاس په لاس شوه.

د ویډیو د لیدو نه وروسته سره لدې چې د کرونا ویروس د خپریدو په خاطر د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو او راټولیدو محدودیتونه، سلګونه زره خلک په ټولې امریکا کې لارو کوڅو ته راووتل او د نژادي توپیر او د پولیسو د ظلم د پای ته رسیدو غوښتنې یې کولې.

XS
SM
MD
LG