د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر باراک اوباما د حکومت پر وخت د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د ۶۸ کالو په عمر له دنیا سترګې پټې کړې.
د هغه کورنۍ د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳) د ښاغلي کارتر کورنۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا ددغه پخواني مقام د مړینې خبر ورکړ.
په اعلامیه کې راغلي دي چې اشتن کارتر د دوشنبې په ماښام د مسهچوستس په باسټن ښار کې د زړه د ناڅاپي حملې په وجه له دنیا سترګې پټې کړي دي.
د ښاغلي کارتر کورنۍ لیکلي چې، «هغه یو عزیز میړه، پلار، لارښود او ملګری و. د هغه د ناڅاپي مړینې تشه هر هغه څوک چې هغه یې پیژاند احساسوي.»
کارتر له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د پنټاګون مشر و؛ هغه وخت د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د اسلامي دولت ډلې [داعش] پر وړاندې په جګړې بوخت و چې د عراق او سوریې په ځنو سیمو کې خپل خلافت اعلان کړی و.
اشتون کارتر د امریکا د دفاع وزیر په توګه هغه مهال چې په افغانستان کې امریکايي پوځیان میشت وو څو ځلې افغانستان ته سفر کړی و.
هغه د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د پراخو پوځي بدلونونو څارنه هم کړې وه او د هغه په دوره کې، ښځې د متحده ایالاتو په اردو کې په جنګي پوستونو کې وګمارل شوې. همدارنګه، د کارتر د وزارت په وخت کې، نرښځیانو ته اجازه ورکړل شوه چې د متحده ایالاتو په وسله والو ځواکونو کې شامل شي.
اشتون کارتر د دفاع وزارت د مقام د ترلاسه کولو دمخه د دفاع وزارت د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې وه. له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې، هغه د متحده ایالاتو د پوځي ځواکونو د وسله وال کولو تجهیزاتو د پروسې څارنه وکړه او د متحده ایاالتو اف-۳۵ جنګي الوتکو د تولید او ځای پرځای کولو پروګرام کې یې پراخ بدلونونه رهبري کړل.
اشتون کارتر د انګلستان له اکسفورډ پوهنتون څخه د فزیک په برخه کې دوکتورا اخیستې وه او د دفاع په وزارت کې له دندې وروسته د هارورډ پوهنتون د ساینس او نړیوالو چارو د بلفر مرکز مشر شو.