د لاس رسي وړ اتصالات

څلور امریکايان په چین کې په چاقو وهل شوي


د چین په جیلین کې د چاقو برید کې څلور امریکايي اتباع ژوبل شوي. (عکس: ارشیف)
د چین په جیلین کې د چاقو برید کې څلور امریکايي اتباع ژوبل شوي. (عکس: ارشیف)

پر څلورو امریکايي اتباعو باندې د چین شمال ختیځ جيلین ښار په یو عمومي پارک کې د چاقو برید شوی او ژوبل شوي دي.

د چین مقاماتو د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) پر دغو امریکايانو باندې چې د پوهنتون استادان دي، برید یوه ''انفرادي" پېښه وبلله.

چینايي پولیسو ویلي چې د برید په تور یې یو کس نیولی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیانګ په پایتخت بیجینګ کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "ټول زخمیان روغتون ته لیږدول شوي او سمه درملنه یې ترلاسه کړې ده. د یو تن ژوند هم په خطر کې ندی."

هغه زیاته کړه: "چين به په جدي توګه په هېواد کې د ټولو بهرنيانو د خونديتوب لپاره لازمو تدابیرو نیولو ته دوام ورکړي... دا انفرادي قضیه به د چين او امريکا د خلکو تر منځ په راشه درشه اغېز ونه کړي."

دا څلور تنه د امریکا د ایوا ایالت د کورنېل پوهنتون استادان ښودل شوي چې د استادانو د تبادلې د یو پروګرام له مخې د کار لپاره چین ته تللي وو.

د امریکا په کانګرس کې د ایوا استازې اشلي هینسن په ایکس کې په یو پوسټ کې، دا "په چاقو بې رحمه برید، خواشینوونکی" بللی دی.

د ایوا والي کیم راینولډز وویل چې "دغه ویروونکي برید ته د ځواب په اړه د ایوا له دولتي پلاوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې د چین په جیلین کې پر امریکايي اتباعو باندې د چاقو د برید په اړه معلومات لري.

د جیلین ولایت مقاماتو د پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG