د لاس رسي وړ اتصالات

څلور ستورمزلي په نړیوال فضایي سټیشن کې د ۶ میاشتني ماموریت وروسته ځمکې ته راښکته شول


دې څلورو ستورمزلو په نړیوال فضایي مرکز کې ۶ میاشتې ماموریت درلود.
دې څلورو ستورمزلو په نړیوال فضایي مرکز کې ۶ میاشتې ماموریت درلود.

د نړیوال فضایي مرکز څخه څلور فضانوردان تر شپږ میاشتني ماموریت وروسته دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) په سیمه ایز وخت د شپې ناوخته د متحده ایالاتو د فلوریډا په ایالت کې راښکته شول.

په راښکته شویو ستورمزلو کې دوه د متحده ایالاتو د ملي فضایي ادارې فضا نوردان سټیفن براوان او وارن ووډ دي، دریم یې د روسیې ستورمزلی انډري فیدیاف او څلورم یې د عربي متحده اماراتو اوسیدونکی سلطان النیادي دی.

ښاغلی النیادي د عربي نړۍ لومړنی تبع دی چې دومره ډیر وخت یې په نړیوال فضایي مرکز کې تیر کړ.

تر ده مخکې د اماراتو ستورمزلی هزاع المنصوري په نړیوال سټیشن کې د اته ورځني ماموریت دپاره په ۲۰۱۹ کال کې فضا ته تللی وو.

دا څلور واړه ستور مزلي د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ د میاشتې په دویمې نیټې نړیوال فضایي مرکز ته روان شوي و.

دوي د سپیس ایکس فضایي شرکت په راکټ کې تللي و او د همدې شرکت په راکټ کې بیرته راښکته شول.

ټاکل شوې وه چې هغوي تیره ورځ ځمکې ته راښکته شوي و خو دا چې د فلوریډا په ایالت کې د هوا حالت ښه نه و او په سمندر کې څپې هم لوړې وي، راښکته کیدل یې یوه ورځ وځنډیدل.

د متحده ایالاتو ملي فضایي ادارې سپیس ایکس خصوصي شرکت د تیرې اګست میاشتې په ۲۶ مې څلور ستورمزلي نړیوال فضایي سټیشن ته واستول.

د ماموریت مشري د یاسمین مقبلي په نامه امریکایۍ ستورمزلې کوله. د ډنمارک، جاپان او روسیې دریو نورو ستورمزلو هم پدې سفر کې برخه درلوده.

یاسمین مقبلي چې په خټه ایرانۍ ده او ۴۰ کاله عمر لري، لومړی ځل دی چې نړیوال فضایي مرکز ته تللې.

هغه چې د متحده ایالاتو سمندري او بحري ځواکونو کې د پیلوټۍ سابقه لري، تیره میاشت یې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي و چې د ژوند یو تر ټولو غټه هیله یې همدا وه چې یوه ورځ فضا ته ولاړه شي.

میرمن مقبلي زیات کړه، " یو څه چې زه ورته ډیره خوښه یم دا دی چې زه به له هغه ځای (نړیوال فضایي مرکز) څخه خپله ښکلې سیاره (ځمکه) وګورم".

وروسته تر هغه چې په ۲۰۱۱ کال کې د سپیس شټل په نامه پروګرام پای ته ورسید، د ایلن مسک شرکت په ۲۰۲۰ کال کې فضا ته د پیسو په بدل کې د خلکو استول پیل کړل.

ناسا د دې څلورو ستورمزلو د لیږلو لپاره کرایه ورکوي او پدې سره د روسیې په بیړیو اتکا هم کمه شوه.

ټاکل شوې چې دا څلور تنه به په نړیوال فضایي مرکز کې ۶ میاشتې تیرې کړي او په فضا کې د ګرځیدو پر وخت به ځیني سمپلونه راټول کړي چې معلومه کړي آیا دا مرکز د ځانګړو باد پکو څخه چې د ستور مزلو ژوندي ساتلو کې مهم نقش لري، بهر ته واړه مکروبي مواد خپروي که نه.

هغوي غواړي معلومه کړي چې آیا دا مواد په فضا کې ژوندي پاتې کیدی او بیا تولید کیدلی شي که نه.

دوي همدارنګه یوه بله تجربه کوي چې معلومه کړي په ځمکې او فضا کې خوب کول په رواني لحاظ د انسانانو لپاره څومره توپیر لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG