د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوانتانامو ۴ زندانیان چې په افغانستان کې نیول شوي و سعودي ته ولیږدول شول


د ګوانتانامو په زندان کې اوس ۵۵ بندیان پاتې دي او جمهور رئیس اوباما پلان لري چې پنځلس نور یې هم نورو هیوادونو ته انتقال کړي.
د ګوانتانامو په زندان کې اوس ۵۵ بندیان پاتې دي او جمهور رئیس اوباما پلان لري چې پنځلس نور یې هم نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې دغه څلور واړه بندیان د یمن اتباع و چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې نیولي و.

سره لدې چې منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د ګوانتانامو نه دې زندانیان نورو هیوادونو ته نه انتقالیږي خو پخپله جمهور رئیس براک اوباما بیا پلان لري چې لږ تر لږه نولس زندانیان عمان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او ایټالیا ته انتقال کړي.

ټرمپ وایي د ګوانتانامو زندانیان " خطرناک" کسان دي او باید پرې نښودل شي چې " بیرته د جګړې ډګر ته ولاړ شي. "

ښاغلی اوباما غواړي چې د جنوري د میاشتې د شلمې نیټې پورې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي، د ګوانتانامو په زندان کې د زندانیانو شمیر هر څومره چې امکان ولري، کم یې کړي.

جمهور رئیس براک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې کله چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره یې مبارزه کوله، د ګوانتانامو د زندان تړل یې یوه تر ټولو مهمه اجنډا وه خو وایي چې په کانګریس کې د مخالفتونو له وجې یې دا کار ونشو کړی.

عیني شاهدان وایي کله چې دغه زندانیان د ریاض په هوایي ډګر کې د خپلو کورنیو سره یو ځای شول، ټولو یې د خوښۍ نه ژړلې. یوه زنداني د خپلې مور د پښو تر ښکلولو وروسته د " الله اکبر" نعرې ووهلې او د خوښې ژړا یې کوله.

د دغو څلورو کسانو په انتقال سره اوس د ګوانتانامو په زندان کې د ټولو بندیانو شمیر پنځه پنځوسو ته ورسیده خو کله چې د جمهور رئیس براک اوباما د حکومت دوره پای ته رسیږي، نو یوازې څلویښت بندیان به په زندان کې پاتې وي.

XS
SM
MD
LG