د لاس رسي وړ اتصالات

د انسانانو افغان قاچاق وړونکی په ابدي بند محکوم شو


د هنګري یوې محکمې نن پنجنشنبې د ( جون ۲۰ مه ) د انسانانو څلور قاچاق وړونکي د ۷۱ کډوالو د مړینې له امله په عمري بند محکوم کړل.

د دغې محکمې د پنجنشبې د ورځې حکم وروستی دی چې په ترڅ کې یې ددغو څلورو قاچاق وړونکو د بند هغه موده زیاته شوې چې پخوانۍ محکمې تیر کال ۲۵ کاله ټاکلې وه.

د محکمې قاضي”اریک میزولا کي“ وویل:" محکمه په سازمان شویو جرمونو کې د انسان د قاچاق اصلي تورن سمسور لاهو د بند حکم په ابدي بند بدلوي. "

ددغه بانډ افغان مشر سمسور لاهو او د هغه درې بلغاریايي ملګرو د لارې په اوږدو کې د کډوالو د پرله پسې غوښتنو سربیره د دغې لارۍ دروازه نه وه خلاصه کړې چې له کبله یې د لارۍ دننه کسانو باندې اکسیجن بند شوی وو.

محکمې همدارنګه د قاچاق وړونکو ددغې شبکې لس نور غړي په څو کلونو زندان محکوم کړي دي.

ددغو کډوالو مړي د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې د اتریش پر یوې لويي لارې کې د یوې لارۍ موټر دننه موندل شوي وو.

په مړو شویو کسانو کې ۵۹ نارینه، اته میرمنې او څلور ماشومان وو چې د افغانستان، سوریې او عراق اتباع په کې شامل وو.

په هغه کال له منځني ختیځ ، افریقا او آسیا څخه څه باندې یو میلیون کډوالو په خپلو هیوادونو کې د جګړو او لوږې له امله اروپا ته مخه کړې وه. سره له دې چې په دغه کال ګڼې نورې د کډوالو د وژل کیدو ګڼې پيښې ثبت شوې وې خو دغې پيښې د اروپا په ګڼو خبري مجلو کې بحثونه راپارولي و.

XS
SM
MD
LG