د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام په اډې کې ځانمرګي برید څلور امریکایان وژلي


دغه د یادې پېښې عکس نه دی، بلکې له ارشیف نه اخیستل شوی دی
دغه د یادې پېښې عکس نه دی، بلکې له ارشیف نه اخیستل شوی دی

طالبانو د بګرام په پوځي مرکز کې ځانمرګی برید کړی چې لږ تر لږه څلور امریکایان یې وژلي او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي. د امریکا د دفاع وزارت وايی په وژل شویو کسانو کې دوه امریکايي عسکر او دوه امریکایي قراردادیان دي چې په اډه کې یې کار کوه.

د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر د قربانیانو له کورنۍ سره خواخوږي کړې ده. اعلامیه وايي چې په زخمیانو کې ۱۶ امریکایان او یو پولنډی شامل دي.

ښاغلي کارټر ویلي چې د برید په اړه به پلټنې وکړې او "هغوی چې دا برید یې کړی موږ د خپل امنیت له ساتلو او افغانستان سره د مرستې له کولو نشي راګرځولی".

برید د شنبې په ورځ شوی او طالبانو یې هم مسولیت اخیستی دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په یوې اعلاميې کې ویلي چې د بګرام په پوځي اډې کې میشتو ځواکونو د پیښې ټپیانو ته روغتیايي آسانتیاوې برابرې کړي او د چاودنې د څرنګوالي په اړه یې څیړنې پیل کړې دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي امریکا غږ ته وویل چې برید په ځايي وخت د سهار په پنځو بجو د بګرام په پوځي اډې کې دننه شوی دی.

د پروان ولایت امنیه قومندان جنرال محمدزمان مموزي وویل چې ژوبل شوي کسان د بګرام د پوځي اډې روغتون ته لیږدول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په یوې اعلامیې کې د دغې چاودنې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دوی یو کس د بګرام په پوځي اډې کې دننه ځانمرګی برید کړی دی.

XS
SM
MD
LG