د امریکا په متحده ایالاتو کې د ډومینین په نامه د رایې اچونې سیستم د فاکس نیوز په تلویزیوني شبکې د ۱.۶ میلیارده ډالرو حقوقي دعوه کړې ده.
په عریضه کې ویل شوي چې د فاکس نیوز شبکې د خپل شهرت زیاتولو لپاره د ډومینین په شرکت په غلطۍ ادعا کړې چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې ټګي کړې ده.
د عریضې یوه کاپي چې د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس تر لاسه کړې، پکې راغلي چې د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې "د سوداګریزو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د ډومینین د شرکت په هکله غلط نظریات خپاره کړي چې ګنې په انتخاباتو کې یې ټګې برګې کړې."
د ډومینین شرکت ویلي چې هغوي ته یې پدې پروسه کې جدي زیان اړولی.
د عریضې په یوې بلې برخې کې ویل شوي، " ریښتیا مهم دي او دروغ عواقب لري. که دا قضیه د یوې خپرندویه ادارې لخوا د سپکاوي تر حده ونه رسیږي، نو بل هیڅ داسې څه نشته چې سپکاوی وبلل شي."
دا د ډومینین د رایې اچونې د سیستم لخوا د سپکاوي لومړنۍ حقوقي دعوه ده چې د فاکس نیوز په خلاف یې کوي.
د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او متحدینو یې هم د جو بایډن په مقابل کې په انتخاباتو کې د ماتې خوړلو نه وروسته پدې شرکت "غلطې، عجیبې غریبې او ګمراه کوونکې" ادعاوې کړې وې.
د همدې ادعاوو په پایله کې د جنوري په ۶مه د ښاغلي ټرمپ پلویانو د کانګریس په ماڼۍ هجوم ور وړ او په خونړي اخ او ډب کې د پولیسو د یو افسر په ګډون ۵ تنه ووژل شول.
دا پیښه په کانګرس کې د ډونالډ ټرمپ د دویم ځل محاکمه کیدو سبب هم شوه.
د امریکا د پخواني لوی څارنوال ویلیم بار په ګډون په هیواد کې د انتخاباتو تقریباً ټولو چارواکو تائید کړې چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په پراخه توګه ټګي برګې نده شوې.
ان د چې د اریزونا او جورجیا ایالتونو والیانو چې دواړه یې جمهوري غوښتونکي و او د جمهور رئیس جو بایډن د انتخاباتو په ګټلو کې یې مهم نقش درلود، منلې وه چې د هغوي په ایالتونو کې انتخابات راڼه و.
بل خوا سترې محکمې هم د ټرمپ او د هغه د پلویانو ادعاوې رد کړې.
خو د دې ټولو سره سره، د فاکس نیوز یو شمیر کار کوونکو غلط تورونه لګولي چې ګواکې د ډومینین شرکت پخپلو ماشینونو کې د هغو الګوریتمونو په کارولو سره رایې بدلې کړي چې په وینزویلا کې د دیکتاتور هوګو چاویز لپاره جوړ شوي و.
د فاکس نیوز کار کوونکو پخپلو خپرونو کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملګري، سډني پاول او روډي جولیاني میلمانه کول چې دغه ډول ادعاوې یې کولې او بیا دا ادعاوې د فاکس نیوز د ټولنیزو شبکو په پاڼو کې په پراخه توګه خپریدلې.
د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې تر اوسه د ډومینین د حقوقي دعوې په هکله څه ندي ویلي.