دافغانستان د باغونو لرونکي او د شاتو تولېدوونکی امېد لري چې له فرانسی نه دملېونو ډالرومرستی ترلاسه کړی.
دافغانستان دکرنی وزارت اعلان وکړ چې نن د چارنشبی په ورځ ېې د 9 ملېونو ډالرو دمرستی تړون لاسلېک کړ. دکرنی وزېر محمد اصف رحېمی ووېل چې په دې کې به 4 ملېونه ډالره د شاتو دمچېو ساتنی او پالنی ته ورکړل شی.
هغه ووېل پاتی پېسی به دهېواد د کرنی په څانگه کې د تنوع دراوستلو لپاره ولگول شی. دافغانستان دمالداری دصنعت برخه به تقوېه کړی شی او د خوراکی موادو په امنېت کې به انکشاف راوستل شی.