د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د کلی کمپ نه څوارلس هلکان بریتانیې ته ورسیدل


اروپا ته په ورغلو مهاجرینو کې اکثره يي د ۱۶ نه کم عمره دي
اروپا ته په ورغلو مهاجرینو کې اکثره يي د ۱۶ نه کم عمره دي

دغو څوارلس هلکانو د دوشنبې (اکتوبر۱۷) د فرانسې په شمال کې د مهاجرینو له کمپ نه حرکت کړې او په بریتانیه کې به د خپلو خپلوانو سره یوځای شي.

توقع کیږي چې ددی په شان د کلی د کمپ نه لسګونه نور هلکان هم په همدې اونۍ کې بریتانیې ته ورسیږي. پدې هلکانو کې د څوارلس نه تر اوولس کلنه شامل دي او د خپلوانو سره تر یوځای کیدو مخکې د لندن په جنوبي ساحه کې د حکومتي مامورینو او خیریه موسسو لخوا د مهاجرت دفتر ته راوړل شوو.

ځنی یي په محلي کلیساګانو کې راټول شوي دي. د خیریه موسسو، مذهبي مشرانو او فرانسوي مقاماتو د پرله پسې ټینګار وروسته، بریتانیې هو وویل چې د کلی د کمپ ځنی کم عمره او ترڅنګ یي دری زره محتاج مهاجر هلکان ومني.

له کندز نه تښتیدلی ماشوم په لندن کې پناه غواړي:

د کلی کمپ د فرانسې د حکومت لخوا ورانیږي
د کلی کمپ د فرانسې د حکومت لخوا ورانیږي

د فرانسې حکومت د کلی کمپ ورانوي او په زرګونو پناه غوښتونکي باید بل ځای انتقال شي. یو شمیر افغانان دي چې غواړي لندن ته لاړ شي.

د فرانسې په کلی کمپ کې ګڼ شمیر پناه غوښتونکي پراته دي. یو شمیر یې افغانان دي. اکثره پناه غوښتونکي د بلغاریا او صربیا له لارې ورغلي او وايي څوارلس ساعتونو يي مزل کړی، په ځنګلونو کې ورک شوي، تنده او لوګه یي ګاللې ده.

پدې کمپ کې د ډېرو کسانو دا هیله ده، چې وي په برتانیا کې ژوند وکړي، چې له دغه کمپ نه ۳۳ کیلومتره لری او د سمندر پورې غاړې پروت دی.

په کلیس کمپ کې د اکتوبر د پیل راهیسې جنجال روان دی
په کلیس کمپ کې د اکتوبر د پیل راهیسې جنجال روان دی

د فرانسې حکومت اعلان وکړ چې دا کمپ چې په ځنګل هم مشهور شوی، بندوي، که دا کار وکړي نو د شپږو زرو نه تر لسو زرو پناه غوښتونکي باید بل ځای ته انتقال شي. د خیریه ادارو د معلوماتو پراساس پدې کې۱۳۰۰ تنه یې زلمیان دي.

په دوی کې یو ۱۴ کلن افغان هلک وصال نومیږي. وصال د نورو په څیر د افغانستان نه تښتیدلی، دری میاشتې يي د سوریې، ترکیې او صربیا په لارو مزلونه کړي او بلاخره د فرانسې دغه ځنګل نومي کمپ ته رسیدلی.

یو سوريایی او پنځه افغان هلکان د بریتانیې پر روان شوي دي
یو سوريایی او پنځه افغان هلکان د بریتانیې پر روان شوي دي

وصال وایي د کندز نه وتښتیدو ځکه چې هلته طالبانو وخت ناوخت مسلحانه حملې کولې. هغه وايي کورنۍ یي هم تښتیدلې خو د مور او پلار سره تماس نلري او یوه غوښتنه لري چې په آرامه چاپیریال کې تعلیم وکړي.

وصال داهم وایي ددی پرځای چې په فرانسه کې د پناه اخستو لپاره خپل معلومات درج کړي، غواړي پرځای يي بریتانیې ته ځان ورسوي او هلته د خپل کاکا او تره زامنو سره یوځای شي.

د بریتانیا د کورنیوچارو اداره وایي د تنکیو هلکانو وړې ډلې د تیرو څو میاشتو راهیسې هره اونۍ بریتانیې ته ننوځي او په سلګونو نور به يي د کالی د کمپ د بندیدو سره، په قانوني توګه ور تیر شي.

د ماشومانو د څانګې کمشنر انی لانفیلډ وویل چې دوئ به ټول ورغلي پناه غوښتونکي ریجستر او هغه کسان به قبول کړي چې د پناه اخستو واجدشرایط لري.

فرانسوي پولیس د شنبې په ورځ ناوخته یو ځل بیا د هغو پناه غوښتونکو سره په اخ وډب اخته شوو چې د کالې په کمپ کې اوسیږي او په ځنګل يي شهرت موندلی.

پولیسو په پناه غوښتونکو تیزې اوبه، اوښکی بهونکی ګاز او ربړي ګولۍ وکارولې او وروسته يي ګڼ شمیر د کمپ په یوه کنترول ساحه کې ونیول. پناه غوښتونکو هم پر پولیسو ډبرې او ګازو ډبې ګوازرلې.

داجنجال تر شپې یوولس نیمو پورې دوام وکړ او د زخمي کیدو کوم راپور ندی ورکړل شوی.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG