د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه اوس نوی ولسمشر لري


فرانسه اوس نوی ولسمشر لري. د پرون ورځې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د سوسیال ګوند مشر فرانسویز هولانډې محافظه کار ولسمشر نیکولا سرکوزي ته ماتې ورکړه. د دوشنبې په ورځ نتایج اعلان شول او په کښي هولاندي ۵۱،۵ فیصده رایې ګټلي دي په داسي حال کې چې سرکوزي بیا ۴۸،۴ په سلو کې رایې ګتلي.

د فرانسې رسنۍ وايي چې ښاغلی سرکوزي به د مې پر ۱۵ نېټې په رسمي توګه قدرت و نوي ولسمشر ته وسپاري.

ښاغلی هولانډې د پوځ پخوانی غړی او اوسنی سیاستمدار دی چې د څو کلونو راهیسي د فرانسې د سوسیال ګوند مشري کوي خو هغه تر اوسه پوري د حکومت په کوم لوړ پوړي مقام باندي کار نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG