د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د فرانسې او هسپانیې سیالۍ ته چمتووالی

په ټکساس ایالت کې د ډالاس لوبغالی
په ټکساس ایالت کې د ډالاس لوبغالی

د فوټبال د نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې د سه شنبې په ورځ (جولای ۱۴) فرانسه او هسپانیا له یوبل سره مخامخ کیږي.

دا لوبه په ټکساس ایالت کې د ډالاس په لوبغالي کې کیږي.

د دوشنبې په ماښام، فرانسوي مینه‌وال د جام په نیمه پایلوبه کې د خپلې لوبډلې د لوبېدو په ویاړ د ډالاس ښار په مرکزي برخه کې راټول شوي وو.

د کلایډ وارن په پارک کې سلګونو مینه‌والو چې د فرانسې د ملي لوبډلې شنه کمیسونه یې په تن وو، د فرانسې بیرغونه رپول او د فرانسې د ملي سمبول «چرګ» مجسمې یې له ځانه سره راوړې وې. د فرانسې د بریا لپاره د دوی شعارونو د ماښام تر ناوخته انګازې کولې.

یو فرانسوي مینه وال، انتونین موګیو وویل، له هیجان سره اندېښنه هم لري، ځکه پوهېږي چې هسپانیه د نړۍ یوه غوره لوبډله ده او هغوی ورته ډېر درناوی لري.

موګیو زیاته کړه: د هسپانیې تیرو لوبو ته په اشارې زیاته کړه: "هغوی د اروپا اتلولي ګټلې ده. دوه کاله وړاندې یې په دې سیالیو کې بریا ترلاسه کړه. او یو کال وړاندې یې د ملتونو په لیګ کې فرانسه ماته کړه. هغوی د نړۍ غوره لوبغاړی 'لامین یامال' لري. زه ډیر هیجاني یم او هیله لرم چې فرانسه به بل پړاو ته لار ومومي."

د فرانسې کیلیان امباپې او د هسپانیې لامین یامال
د فرانسې کیلیان امباپې او د هسپانیې لامین یامال

د هسپانیې د لامین یامال لپاره چې د دوشنبې په ورځ ۱۹ کلن شو، د فرانسې په وړاندې نیمه پایلوبه د هغه د ژوند ترټولو ستره لوبه ګڼل کیږي.

د هسپانیې دغه فارورډ چې پلار یې د مراکش دی، وايي خپلې لوبې یوازې د ګولونو وهلو او جایزو ګټلو فرصت نه بلکې د خلکو د یوځای کولو وسیله ګڼي.

د فرانسې په لوبډله کې بیا، د منځنۍ کرښې لوبغاړی ارلین شوامني چې د پښې د ټپ له کبله د حذفي پړاونو په تیرو دوو لوبو کې ونه لوبېد، بیرته راستون شوی دی.

تمه کیږي چې فرانسوی کپتان کیلیان امباپي به هم د هسپانیې د لوړ فشارد لوبې پر وړاندې په چټکو ځوابي بریدونو کې مهم رول ولوبوي.

نن د هسپانیې سره د لوبې په درشل کې د فرانسوي مینه والو د جذبې د لا زیاتېدو تمه کیږي، ځکه مینه‌وال پلان لري چې د ارلینګټن ډالاس سټېډیم ته نږدې راټول شي او بیا د یووالي د څرګندولو لپاره مارش وکړي او د دې مهمې نیمه پایلوبې مخکې د خپلې لوبډلې ملاتړ څرګند کړي.

سبا په دوهمه نیمه پایلوبه کې ارجنټاین له انګلنډ سره مخامخ کیږي. او د نننۍ او سبانۍ لوبې ګټونکي په د جولای په ۱۹مه د نیویارک - نیوجرسي په لوبغالي کې د پایلوبې لپاره میدان ته ووځي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG