د لاس رسي وړ اتصالات

فریډم هاوس: په ۲۰۱۳ کې مدني آزادۍ نیمی شوي


د فریډم هاوس په نوم یوه نړیواله امریکایي موسسه چې په نړۍ کې د بشري حقوقو او مدني ازادیو په هکله رپوټونه لیکي ، وایي چې په ٢٠١٣ م کال کي د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې د خلکو د مدني ازداۍ کچه په سلو کې پنځوس راولویدله او ځیني ملکونه داسی دي چي ازادي په کی تش په نامه باقي پاتې ده، په عمومي ډول یی وګړي محروم دي.

فریډم هاوس چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن کې دی د پنجشنبې په ورځ یې خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی چې د نړۍ د ١٩٥ ملکونو او ١۴ خود مختارو سیمو په اړه یې د خلکو د سیاسي حقوقو او مدني ازادیو په اړه مفصل معلومات په کې برابر کړي دي.

فریډم هاوس وایي چې پر خلکو باندې د ظلم په برخه کي سعودي عربستان او سوریه د هغو لسو ملکونو په لسټ کی شامل دي چې خلک یې له هر ډول مدني او سیاسي حقوقو نه محروم ساتل شوي دي.

دا رپوټ وایي چې په مجموعي توګه په ټول منځني ختیځ کې په سلو کی ٨٣ فیصده خلک بیلکل له سره هیڅ ازادي نه لري .

ددی رپوټ لیکونکی ارچ پوډینگټن وایي چې دمنځني ختیځ حکومتونه تل د تشدد او ظلم په وسیله د خپلو ولسونو ازادۍ سلبوي. هغه داسي وايي ،، ددغو ملکونو واکمني سیاسي طبقی تل د تشدد نه د یوې وسیلی په توگه استفاده کوي او فرضا که په ځینو ملکونو کې عام خلک په ښکاره ډول هوسا دي ، خو ټول سرنوشت یې د واکمنې سیاسي طبقی په ولقه کې دی. په دغو ملکونو کې حکومتونه خپل سیاسي مخالفین هم کلک ټکوي.،،

د فریډم اوس په ریپوټ کې د افغانستان یادونه هم شوې

په رپوټ کې په افغانستان ، پاکستان، بنګله دیش، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، سریلانکا، چین ، روسیې، یوگندا، روندا، زمبابوي، دمرکزی افریقا جمهوریت او په جنوبي سوډان کی د خلکو د بشري حقوقو او مدني ازادیو د خرابې وضعې ذکر هم شوی دی.

د رپوټ لیکونکی پوډینگټن یو ځل بیا وایي: ،،مونږ اوس په داسې خرابو شرایطو کې ژوند کوو چې د تیرو ډیر کلونو نه را په دې خوا د جابر او مستبدو حکومتونو مشران په ډیر ډاډه زړه پر خلکو باندې په زور حکومت کوي، اصلا د خلکو پر ضد تشدد ته هیڅ ضرورت هم نه لري، خو پروسږکال مو ولیدل چې ځینو یې د خلکو د حقوقو د ځبلو په خاطر ځانګړي ایتلافونه جوړکړل.،،

د اسسوشیټیډ پرس خبري اژانس د دې رپوټ په حواله رپوټ ورکوي چی پروسږکال په ځینو جنګ ځبلو هیوادونو کې جګړې خپل اوج ته ورسیدلې چی ښکاره مثالونه یې افغانستان ،سوریه ، جنوبي سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت،سومالیه، عراق، او یمن دي. رپوټ وایي چې ٢٠١٣ م کال په حقیقت کی اتم کال و چې په مسلسله توګه په کې په نړۍ کې د خلکو د ازادۍ کچه راولویدله.
XS
SM
MD
LG