د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په سرویګانو کې د فرانسې اوسنی ولسمشر تر خپل سیال شاته معلومېږي


د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي او میرمن یې کارلا بروني نن د یکشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشرۍ په لومړۍ ټولټاکنو کې رایې ورکړې.د ښاغلی سرکوزي مهم سیال هم چې د سوسیالیست ګوند څخه دی نن د یکشنبې په ورځ وختي یې د رایو په یوه مرکز کې رایه ورکړه.

سروې ګانې ښيي چې سرکوزي د خپل سیال نه څو نومرې شاته دی.

په انتخاباتو کې د ښي لاس طرفداره مارین لي پین او چپی جین لوک میلینچن به په دریم او څلورمه درجه کې راشي.

د نن ورځې په ټولټاکنو کې به د ۱۰ نه دوه تنه کاندیدان د دویم ځلي انتخاباتو دپاره راووځي. ویل کېږي چې دغه دوه کاندیدان به اوسنی ولسمشر سرکوزي او ښاغلی هولاندې وي چې د مې پر ۶ مه به بیا د یوه بل په مقابل کې انتخاباتو ته ودریږي.

د فرانسې د قانون پر بنسټ رسنۍ تر هغه پوري چې د رایو مرکزونه تړل شوي نه وي نشي کولای چې د فرانسې د ټولټاکنو لومړي یا قسمي نتایج اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG