د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ترکیې اړیکې؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور ارزونه او د بندیزونو د لرې کولو خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالات د ترکیې لپاره د F-35 جنګي الوتکو د پلور امکان ارزوي او د هغو بندیزونو د لرې کولو لپاره هم کار کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې د S-400 هوايي دفاعي سیسټم د پېرلو له امله پر انقرې لګېدلي وو.

ټرمپ دا څرګندونې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې له د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر لیدنې وروسته وکړې.

هغه وویل، د F-35 الوتکو د پلور په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن دا موضوع په جدي ډول ارزوي.

ټرمپ ترکیه د امریکا "وفادار متحد" وباله او ویې ویل چې اداره یې غواړي هغه بندیزونه لرې کړي چې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د امریکا د "د بندیزونو له لارې د امریکا د مخالفینو سره د مبارزې قانون" (CAATSA) له مخې پر ترکیې ولګېدل.

هغه همدارنګه وویل، امریکا به د هغو الوتکو د انجنونو او تخنیکي ساتنې په برخه کې له ترکیې سره همکارۍ ته دوام ورکړي چې انقرې له متحده ایالاتو پېرودلې دي.

ټرمپ وویل:"کله چې تاسو له متحده ایالاتو الوتکې اخلئ، د انجنونو ترمیم، تخنیکي چارې او عادي ساتنه هم ورسره تړلې وي. زما په اند، موږ مسؤلیت لرو چې د انجنونو په ساتنه کې مرسته وکړو."

اردوغان: د پنځو F-35 الوتکو ژمنه شوې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، واشنګټن د پنځو F-35 الوتکو د پلور ژمنه کړې او هیله لري چې د ناټو د سرمشریزې پر مهال به په دې اړه مثبت پرمختګ وشي.

اردوغان وویل: "موږ د پنځو F-35 الوتکو د ترلاسه کولو ژمنه کړې ده. له ولسمشر ټرمپ سره به خبرې روانې وساتو او باور لرم چې هغه به خپلې ژمنې عملي کړي."

ټرمپ وویل چې له اردوغان سره یې د سوداګرۍ، ایران او دفاعي همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي. د هغه په وینا، ترکیه هم نه غواړي ایران اټومي وسله ترلاسه کړي او د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کوي.

د S-400 لانجه څنګه پیل شوه؟

د امریکا او ترکیې اړیکې له کلونو راهیسې د همکارۍ او اختلاف ترمنځ روانې دي. دواړه هېوادونه د ناټو غړي دي او ترکیه له ۱۹۵۲ کال راهیسې د دغه ایتلاف غړیتوب لري.

خو اړیکې هغه مهال سختې ترینګلې شوې چې ترکیې له روسیې څخه د S-400 هوايي دفاعي سیستم وپېره. واشنګټن استدلال کاوه چې د روسیې دغه سیستم د F-35 پرمختللو جنګي الوتکو امنیت ته خطر پېښوي.

د همدې پرېکړې له امله امریکا په ۲۰۲۰ کال کې ترکیه د F-35 له پروګرامه وایسته او د CAATSA قانون له مخې یې د ترکیې د دفاعي صنایعو پر ادارې (SSB) او یو شمېر چارواکو بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې د شتمنیو کنګل کول او د امریکا د دفاعي تجهیزاتو پر صادراتو محدودیتونه هم شامل وو.

ترکیې هغه مهال دا بندیزونه رد کړل او د خپل ملي حاکمیت پر ضد یې "ښکاره برید" وباله.

د اړیکو د رغېدو نوی پړاو

که څه هم له ۲۰۲۰ کال وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې د S-400، F-35، سوریې، او د ناټو د امنیتي مسایلو پر سر له ستونزو سره مخ وې.

خو د ۲۰۲۶ کال د ناټو سرمشریزې پر مهال د ټرمپ او اردوغان وروستۍ لیدنه ښيي چې دواړه لوري د اړیکو د بیا رغولو هڅه کوي.

ټرمپ وویل: "موږ به بندیزونه لرې کړو. اوس یې وخت رارسېدلی دی. موږ نه غواړو پر خپلو دوستانو بندیزونه ولګوو."

دغه اعلان د انقرې لپاره یو مهم سیاسي پرمختګ بلل کېږي، ځکه ترکیې له کلونو راهیسې ټینګار کړی چې د F-35 له پروګرامه ایستل یې ناعادلانه پرېکړه وه.

اردوغان هم مخکې ویلي وو چې هېواد یې غواړي له امریکا سره د دفاع، سوداګرۍ او سیمه‌ییز امنیت په برخو کې همکارۍ لا پراخې کړي.

د امریکا او ترکیې اړیکې یوازې د وسلو پر قراردادونو نه راڅرخي. دواړه هېوادونه د سوریې، غزې، ایران، روسیې او د ناټو د راتلونکي امنیت په اړه هم مهمې ګډې ګټې او ځینې اختلافات لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، هېواد یې غواړي د بالکان له سیمې تر ختیځې مدیترانې پورې د سیمه‌ییزو ستونزو په حل کې فعال رول ولوبوي.

سره له دې چې ټرمپ د بندیزونو د لرې کولو او د F-35 د پلور ارزونه اعلان کړې، خو د دغې معاملې عملي کېدل لا هم له قانوني او سیاسي خنډونو سره مخ دي.

د رویټرز او اسوشیټېډ پرېس د راپورونو له مخې، د امریکا په کانګرس کې لا هم د ترکیې د F-35 الوتکو د پلور په اړه اندېښنې موجودې دي. اسرائیل هم د دغو الوتکو د احتمالي پلور په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي هاشم دانش وایي، د منځني ختیځ په وروستیو تحولاتو، په ځانګړې توګه د سوریې او ایران په قضیو کې د ترکیې رول، د واشنګټن لپاره مهم شوی او همدې چارې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو زمینه برابره کړې ده.

په ټوله کې، د ټرمپ او اردوغان وروستۍ لیدنه ښيي چې واشنګټن او انقره د کلونو تر اختلافونو وروسته د اړیکو د نوي فصل د پرانیستلو هڅه کوي. خو دا چې د F-35 الوتکو پلور، د بندیزونو لرې کېدل او د دفاعي همکاریو پراختیا به عملي بڼه خپله کړي که نه، دا به د امریکا د کانګرس، د ناټو د متحدانو او د دواړو هېوادونو د راتلونکو پرېکړو پورې تړلې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG