د لاس رسي وړ اتصالات

جې شل: روبیو امریکا غږ ته د ټرمپ د حکومت ډیپلوماتیکې طرحې بیان کړې

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ (اکتوبر ۳۱) په اتلانتا ښار کې د جي شل هیوادونو د غونډې پرمهال د امریکا غږ پوښتنو ته په ځوابونو کې د ګڼو نړیوالو مهمو مسایلو په اړه د ټرمپ د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوبونه روښانه کړل.

په میامي کې د G20 د راتلونکې سرمشریزې په اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې ته په ځواب کې، وزیر روبیو وویل چې د امریکا د حکومت تمرکز پر نړیواله اقتصادي وده او بېرته هغې موخې د سرمشریزې راوستل دي چې په وینا یې هدف یې د امریکا او نړیوالو اقتصادونو وده ده.

روبیو وویل، "د دې غونډې اصلي موخه او د G20 لپاره د ولسمشر لیدلوری دا دی چې جې شل چې په اصل کې یو اقتصادي فورم دی، بېرته خپل اصلي هدف او اصل ته راوګرځوي او دا هغه څه دي چې موږ هڅه وکړه په هغه اجنډا کې چې نن مو وړاندې کړه، ورته پاملرنه وکړو." 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "دا په دې مانا نه ده چې د بېلابېلو هېوادونو لخوا په حاشیوي غونډو کې د جيوپولېټيکي مسایلو په اړه بحث ندی شوی بلکې دا هغه څه وو چې موږ پرې هم په خپله اجنډا او هم په خپلو غونډو کې تمرکز درلود."

د جي شل غونډې په اړه د ولسشمر ټرمپ د حکومت تګلارې په اړه د روبیو څرګندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

روبیو دا هم وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره لیدنې ته چمتو دی ترڅو د امریکا او ددغه هیواد د متحدینو او جنوبي کوریا د اندېښنې وړ مسایلو په اړه خبرې وکړي، خو روبیو وویل چې کومه لیدنه نه ده ټاکل شوې. 

د امریکا دغه لوړپوړي دیپلومات د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "زما په اند د ولسمشر لیدلوری دا دی چې که شمالي کوریا او کیم جونګ اونګ چمتو وي چې له متحده ایالاتو سره د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې موږ او زموږ د متحدینو لکه جنوبي کوریا لپاره د اندېښنې وړ دي، نو هغه به یې د ترسره کولو لپاره چمتو وي." 

روبیو په اتلانتا کې د جې شل د غونډې پرمهال په یوه خبري کنفرانس کې وویل:" زما په اند که له داسې خبرو اترو څخه کوم ګټوره پایله ترلاسه شي، نو نوموړی (ټرمپ) به د دې کار کولو ته چمتو وي."

د شمالي کوریا سره اړیکو په اړه د ولسشمر ټرمپ د حکومت تګلارې په اړه د روبیو څرګندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

د پاکستان او په افغانستان کې د حاکمو طالبانو ترمنځ د شخړې په اړه، روبیو امریکا غږ ته وویل چې واشنګټن د هغو ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان په اندېښنو خبر دی چې اسلام اباد وايي له افغانستان څخه سرچینه اخلي او دا چې طالبانو د هغوی د مخنیوي لپاره کافي څه نه دي کړي.

روبیو وویل: "موږ په ښکاره توګه نه غواړو چې هغوی د ترهګرۍ له خوا په نښه شي. نو، که زموږ لپاره کومه ګټوره ونډه وي، موږ به یې ترسره کړو. لکه څنګه چې تاسو تصور کولی شئ، موږ له طالبانو سره لازمي نږدې اړیکې نه لرو."

روبیو زیاته کړه:"موږ هغه اندېښنې اورېدلې دي چې پاکستان مطرح کړې دي او موږ ځینې هغه بریدونه هم لیدلي دي چې هغوی ورته اشاره کوي. موږ د ترهګرۍ ضد یو، مهمه نه ده چې دا له کومه ځایه سرچینه اخلي او څوک په نښه کوي."  

پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکیچ په اړه د ولسشمر ټرمپ د حکومت تګلارې په اړه د روبیو څرګندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00


فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG