د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایانو په نظر کې د تر ټولو زیات محبوب کسان څوک دي؟


بی له کومه شکه دا وخت په امریکا کې د تر ټولو نه زیات مشهور شخص ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی خو د ټولو نه زیات محبوب شخص نه دی. د گیلپ یوه سروې ښیي چې د امریکایانو په نظر کې ولسمشر ټرمپ په دوهم نمبر زیات محبوبیت لري.

په اول نمبر د ترټولو نه زیات محبوب کسان ولسمشر اوباما او هیلري کلنټن دي.

اوباما او هیلري کلنټن
اوباما او هیلري کلنټن

د امریکا پخوانی ولسمشر براک اوباما د تیرو ١٠ کلونو نه او په ٢٠١٦ کال کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیده هیلري کلنټن د تیرو ١٧ کلونو راهیسې د ترټولو نه زیات محبوب کسان دي.

دا ځل په سروې کې دې دواړو کسانو یو ځلې بیا ترټولو زیاتې رایې اخیستي دي خو د تیرو لسو کلونو په پرتله یې کمي رایې اخیستي.

هغه کسان چې په سروې کې یې برخه اخیستي وه، ١٧ فیصده یې وایي چې پخوانی ولسمشر اوباما د نړۍ د ترټولو زیات محبوب شخص دی. ١۴ فیصده بیا وایي چې ولسمشر ټرمپ یې محبوب دی.

سروې ښیي چې اغلې کلنټن ٩ فیصده او د پخواني ولسمشراوباما میرمن میشیل اوباما ٧ فیصده رایې اخیستي او داسې کلنټن د ١٦ کلونو راهیسې په پرله پسې توگه د نړۍ د ترټولو زیات محبوبیت لرونکي ښځه ده.

د گیلپ سره کارکونک‏ي جیفري جونز لیکلي "ټرمپ دا وخت د خلکو ترمنځ زیات محبوبیت نلري او دا وجه کیدی شي چې هغه اول نمبر ندی راغلی."

د گیلپ په سروې کی نور هغه کسان چې په نړۍ کې زیات محبوبیت لري، پکې پوپ فرانسز، بلي گراهم، جان مکین، ایلن مسک. جیف بیزوس او ډلایي لاما شامل دي.

XS
SM
MD
LG