د لاس رسي وړ اتصالات

د ګردیز خواجه حسن جومات قُربانیان په ډله‌ییز ډول خاورو ته وسپارل شول


د جمعې په ورځ د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز د ښار د خواجه حسن د کلي په جومات کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۳۵ تنه ووژل شول.
د جمعې په ورځ د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز د ښار د خواجه حسن د کلي په جومات کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۳۵ تنه ووژل شول.

نن د شنبې په ورځ (زمري ۱۳ مه)د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښار د خواجه حسن د کلي په جومات کې د جمعې په ورځ په دوه ځانمرګو بریدونوکې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۵ وژل شوو مړي په ډله‌ییز ډول خاورو ته وسپارل شول.

په سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ابراهیم رحیمي وايي، د جنازې په مراسمو کې په سلګونو کسانو ګډون کړی وو او د مړو د ښخولو پر وخت سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په ښار کې د جمعې په ورځ (زمري ۱۲ مه) شاوخوا ۱:۳۰ بجې د خواجه حسن په کلي کې د شعیه ګانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال دوه ځانمرګو بریدګرو لومړی پر سپکو وسلو پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او بیا یې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې د دریو ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۹۴ تنه نور ژوبل شول.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس داکټر ولایت خان احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې، د ۱۷ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

تراوسه لا د دې برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه برید کې د خپلې ډلې د وسله والو لاس لرل رد کړي دي.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خو سیمه‌ییز چارواکي دا برید د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د وسله‌والو کار ګڼي.

د سه شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د ریاست پر ودانۍ په یو ډله ییز برید کې ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول مسولیت یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په غاړه اخیستی وو.

د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د خواجه حسن د کلي پر جومات برید د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا د غندنې سربیره افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم په یو بیان کې په سختو ټکو غندلی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG