د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته دد امریکا د دفاع وزیر ناڅاپي سفر


افغانستان ته دد امریکا د دفاع وزیر ناڅاپي سفر
افغانستان ته دد امریکا د دفاع وزیر ناڅاپي سفر

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګېټس چي د کار دوره یې ختمیدونکې ده وایي چي افغانان باید چي د خپل هیواد د امنیت په ساتلو کي زیات مسئولیت په غاړه واخلي.

د امریکا ددفاع دغه لوړ پوړي چارواکي دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چي نن د شنبې په ورځ یې په کابل کي د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل.

هغه وویل چي د افغانستان سره د امریکا د اردو تعهدات د« وخت او منابعو له مخي غیر محدود » نه دي. د امریکا ددفاع وزیر دا هم وویل چي که د افغانستان حکومت د خپل امنیت ساتلو چاري پیاوړي نه کړي، نو ددغه ملک نه به د امریکایي عسکرو وتل کامیابه نه وي.

دا افغانستان ته د ښاغلي ګېټس دولسم او وروستی سفر دی. هغه ددې میاشتي په آخیر کي د امریکا ددفاع د وزارت نه په داسي حال کي ګوښه کیږي چي په افغانستان کي د ملکي خلکو د تلفاتو په هکله د امریکا او افغانستان اړیکي نوري هم پسې سختي شوي دي.

ددې هفتې په سر کي د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ویلي و چي دی د خلکو په کورونو باندي هوایي حملې بندوي او هغه خبر داری ورکړ چي ناتو به په دې کار سره د اشغالګري قوې نوم وګټي.

د امریکا ددفاع وزیر مخکي له دې چي افغانستان ته ورسیږي، ویلي و چي د امریکا او افغانستان دواړو هیوادونو ملکي خلک د جګړې نه په عذاب دي. مګر هغه داهم وویل چي په دې ماموریت کي هر ډول ناکامي به « تر هرڅه زیات په ډیر قیمت تمامه شي. »

XS
SM
MD
LG