د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس: په افغانستان کې دایمي اډې نه غواړو


ګیټس: په افغانستان کې دایمي اډې نه غواړو
ګیټس: په افغانستان کې دایمي اډې نه غواړو

ښاغلي گېټس د سه شنبی په ورځ په کندهار کې د امریکا له عسکرو سره وکتل. هغه پرون د جمهور رئیس حامد کرزي سره د ارگ په ماڼۍ کې خبرې وکړې او په یوه گډ خبري کنفرانس کې یې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې دایمي اډې نه غواړي خو د پنتاگون مشر زیاته کړه:

(.. د افغانستان د حکومت په اجازه زه فکر کوم چې امریکا دې ته تیاره ده چې د مرستې او روزنې لپاره دلته یو ډول حضور ولري او د هغو امکاناتو نه استفاده وکړي چې ددې اهدافو د ترسره کولو لپاره یې د افغانمستان حکومت د دوی په واک کې ورکوي. مونږ د دایمي اډو سره هیڅ ډول علاقه نه لرو خو که افغانان مونږ غواړي نو مطمینا تیار یو چې په دې اړه فکر وکړو.)

رابرت گیټس په کنړ کې د ملکي وګړو د وژنې په تړاوو له افغانانو او جمهور رئیس حامد کرزي بخښنه وغوښته او ویې ویل:

(.. نه یوازې د هغوی له منځه تلل د دوی کورنیو ته تراژیدي ده، بلکې دا زمونږ اړېکې له افغانانو سره هم زیانمنې کوي د چا امنیت چې مونږ ته د اندېښنې وړ دی.

مونږ زیات او سخت زیار باسو چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسو مخکې د جنرال مکرسټال په مشرۍ او اوس د جنرال پيټریوس په رهبرۍ دا هڅه کوو.)

په مقابل کې جمهور رئیس حامد کرزي د ښاغلي گیټس بخښنه ومنله خو په دې ناهیلي څرگنده کړه چې دا هیواد په پرله پسې توگه د داسې مرگونو پیښو سره مخامخ کیږي.

(.. مونږ افغانان د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د نورې نړۍ متحدین یو، مونږ د ترهگرۍ ضد جگړې قربانیان یو. نو مونږ ملکي تلفات په پرله پسې توگه رنځوي او دا هغه څه دي چې مونږ نه شو درک کولی او دا د غم او ناامیدۍ عمده مسله شوې ده.)

د امریکا د دفاع وزیر خبریالانو ته وویل امریکا او ناتو د طالبانو او نورو یاغیانو په وړاندې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړه چې اوس هم هغه پلان پر ځای دی چې د دوه زره څوارلسم کال په پای کې دلته جنگي عملیات پای ته ورسول شي.

رابرت گیټس د جمهور رئیس حامد کرزي سره د خبرو او د جگړې په میدان کې د خپلو قوماندانانو د لیدلو لپاره افغانستان ته تللی و. دا افغانستان ته د ښاغلي رابرټ ګيټس دیارلسم سفر وو.

XS
SM
MD
LG