د لاس رسي وړ اتصالات

رابرټ گېټس د جگړې د ارزېابئ لپاره افغانستان ته تللی


رابرټ گېټس د جگړې د ارزېابئ لپاره افغانستان ته تللی
رابرټ گېټس د جگړې د ارزېابئ لپاره افغانستان ته تللی

رابرت گېټس ددی لپاره افغانستان ته ولاړ چې د جگړی ارزېابي وکړي؛ دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس په ېوه نا اعلان شوی سفر افغانستان ته ددی لپاره تللی دی چې په افغانستان کې دامرېکا له قوماندانانو او دافغانستان له جمهوررئېس حآمد کرزی سره ملاقات وکړي. د پنټاگان ېوه نطآق چې له رابرت گېټس سره سفرکاوه ووېل چې د دفاع وزېر په افغانستان کې د پرمختگ په برخه کې ډېر ښه احساس کاوه.

رابرت گېټس په داسی وخت کې افغانستان ته سفر کوي چی دامرېکا اوناټو دقواو غټ قوماندان ووېل چی دی په ېقېن سره نشی ویلی چې دافغانستان قواوی به په راتلونکي کال کې دې ته چمتو وي او که نه چې دخپل هېواد امنېتی چاری په ٢٠١۴ دناټو له قواو نه په غاړه واخلي.

جنرال دېوېد پېټرېېس ددوشنبی په ورځ په ېوه مرکه کې د (ABC News) له پروگرام سره ووېل چې دی په افغانستان کې د پرمختگ په لېدوسره، له هغه وخت راهېسی چی دامرېکا متحده اېالاتو دېرش زره نور عسکر تېرکال رالېږلی دی، امېدوار شوېدی. خو هغه زېاته کړله چې هېڅ قوماندان به دا ونه وايي چې زه په دې ډاډه ېم چې موږ داکار کولی شو.

په عېن حآل کې ، ېوه نوې سروې دا څرگندوي چې دامرېکا د عسکرو داتوانايي چې امنېت برابر کړي ، دومره ټېټی سطحی ته راغورځېدلی ده، چې دتېرو نهو کلونو له کمی اندازی سره برابرېدلی شی.

په دغه سروی کې ترنېمايي نه زېاتوافغانانو ووېل چې دوی په دې عقېده دي چی داېتلاف قواوی باېد ددوی له هېواد نه د ٢٠١١ مېلادی کال په نېمايي کې اوېا ترهغی مخکی ولاړې شي.

نـــــور تـــــفصېــــــــــل:

تقرېبا په سلو کې دېرش فېصده افغانانو ووېل چې پرخارجی قواو باندی د ېاغېانو برېدونه دتوجېه وړدي. په ٢٠٠٩ مېلادی کال کې ېوازې اته فېصده خلکو داخبره کړی وه. په هغوکسانو کې سروی شوېده په هغوی کې 73 فېصدو ووېل چې دوی د داسی روغی جوړی طرفداردي چې له طآلبانو سره پکی مذاکرات وشی. دغه سروي دافغانستان په ٣۴ ولاېتونو کې له ١٧٠٠ ځوانانو افغانانو سره شوېده. دواشنگټن پوست ورځپاڼی او د ABC News, - او BBC او Germany ARD تلوېزېون په گډه همکاری کړېده چې دافغانستان له هغو مرکزونوسره په گډه سروی وکړی چې دافغانستان د ټولنېز او اقتصادی او نظرېاتود څېړونو مرکزونو په نامه ېادېږی. په دغه سروی کې داشتباه او غلطی اندازه درې نېم فېصده کېدلی شی.

افغانانو دخپل هېواد په دوه ډېرو له تشددنه ډکو ولاېتونو کې داېتلاف پرقواو ډېر باور څرگند کړ چې طالبانو ته به ماتی وکړی. دهېلمند په ولاېت کې دناټو د ښه والی اندازه له ١۴ فېصدونه چې په ٢٠٠٩ م کال کې وه اوس ٦٧ ته رسېدلی ده. دکندهار په ولاېت کې هم خلکو همدغه را نظرېات څرگندول.

که څه هم دامرېکا له خوانه پر ښاغلی کرزي باندی ډېر انتقادونه کېږی خو سره له دې هم په لسو کې شپږ افغانانو د ښاغلي کرزی په باب مطلوب نظرېات څرگند کړل. له دغی سروی نه داسی ښکاری چې افغانان داسی فکر کوی چې ددوی په هېواد کې اقتصادی حالات مخ په خرابېدودی او د ښځوبشری حقوقو حآلت هم په هېواد کې خراب دی.

XS
SM
MD
LG