د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس واېې امکان لری د یو کال په اوږدو کی د طالبانو سره د سولی خبری وشی. هغه دا خبره د شنبی په ورځ په سنگاپور کی په یوه امنیتی کنفرانس کی وکړه.
گیتس وویل دا خبری به ښائی د ناتو د ځمکنیو فشارونو او پرمختگونو نتیجه وی چی پر یاغیانو یې راوړي.