د لاس رسي وړ اتصالات

نن له همجنسبازۍ څخه د کرکې پر ضد، نړیواله ورځ ده


د لوګزامبرګ لومړی وزیر خاویر بتل تر نکاج وروسته، د خپل ژوند له نوي ملګري سره ولاړ دی.
د لوګزامبرګ لومړی وزیر خاویر بتل تر نکاج وروسته، د خپل ژوند له نوي ملګري سره ولاړ دی.

د مۍ ۱۷ د یکشنبې په ورځ په نړۍ کې د همجنسبازۍ نه د ویرې پر ضد د ورځې په نامه لمانځل کیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغې ورځ په مناسبت وویل چې د برابرۍ او مساواتو لپاره جګړه " په یوه ورځ نه ګټل کیږي،" بلکې دا جګړه به تر هغه روانه وي چې د ده په خبره، ټول خلک ازاده او مساوي ژوند ولري، درناوی یې وشي او برابر حقونه ولرو.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت مشاورې سوزان رایس وویل چې متحده ایالتونه به " په نړۍ کې په کلکه د همجنسبازانو او د هغوی د حقونو د مدافعانو ترڅنګ ودریږي او دې اصل ته به کار وکړي چې د همجنسبازانو ټول حقونه، بشري حقونه دي."

مېرمن رایس وویل د ګامبیا د ولسمشر یحی جامه " د نه منلو وړ وروستۍ څرګندونې دا خبره نوره هم روښانه کړو چې موږ ولې باید د داسې یوې نړۍ په لټه کې شو چې هر څوک په کې د تشدد او تعقیب له ویرې پرته، ژوند وکړي."

ښاغلي جامه تېره اونۍ ویلي وو چې په خپل هېواد کې به د هغه نر یا سړي " مرۍ غوڅه کړي " چې له بل نر او سړي سره واده کول غواړي.

مېرمن رایس پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې " د خلکو د نړیوالو او اساسي حقونو او ازادیو او په خلکو کې د زغم پېدا کولو په برخو کې کار وکړي. "

د همجنسبازۍ د حقونو او ملاتړ خبره لا همپه امریکا او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې لانجه پاروونکې موضوع ده، چې لا هم پرې خبرې کیږي.

دغه ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې، څو ورځې مخکې د اروپايي هیواد لوګزامبورګ لومړي وزیر خاویر بتل، له یو بل سړي سره واده وکړ.

دی په اورپا کې لومړنی وزیر بلل کیږي چې له خپل همجنس سره واده کوي.

XS
SM
MD
LG