د لاس رسي وړ اتصالات

مارک میلي نویو فارغ شویو افسرانو ته: د روباټونو او ډرون الوتکو جګړې ته چمتو اوسئ


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې عمومي مشر جنرال مارک میلي شنبې مې ۲۱ (غوایي۳۱) د ویسټ پواینټ په نظامي کالج کې تازه فارغ شویو افسرانو ته په وینا کې وویل چې د امریکا پوځ دې په راتلونکې کې داسې جګړې کولو ته چمتو وي چې ښایي د نن ورځې جګړو سره ډیر لږ ورته والی ولري.

دې جګپوړي امریکایي جنرال پخپلې وینا کې وویل چې نړۍ د لا بې ثباته کیدو په لور روانه ده او د نړۍ ستر قدرتونه غواړي چې نړیوال نظم بدل کړي. ښاغلي میلي پخپلو خبرو کې د کوم هیواد نوم وانخیست چې د نړۍ د نظام بدلولو نیت لري.

جنرال مارک میلي تازه فارغ شویو افسرانو ته وویل دا د هغوي مسؤلیت دی چې یقیني کړي متحده ایالات د دا شان جګړې کولو لپاره چمتو وي.

هغه وویل، " د نړۍ د سترو ځواکونو تر منځ د نړیوالې شخړې احتمال مخ په کمیدو نه بلکې مخ په ډیریدو دی".

ښاغلي میلي همدرانګه زیاته کړه چې په هوایي فضا، سایبري ، سمندري، هوایي او ځمکې په ګډون په ټولو جګړو کې متحده ایالات وار د مخه چلنج شوې او دا یې هم وویل چې په نظامي لحاظ د متحده ایالاتو هغه برلاسی په چټکۍ سره مخ په کمیدو دی چې په تیرو ۷۰ کالونو کې د دې هیواد سره و.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر پخپلې وینا کې دا هم وویل چې متحده ایالات په اروپا کې د روسیې د یرغل، په آسیا کې د چین د چټک اقتصادي او نظامي پراختیا او د شمالي کوریا د اتومي او توغندیو د ګواښ او په منځني ختیځ او افریقا کې د ترهګرو له کبله د پیدا شوي بې ثباتي له کبله د آزمایښت سره مخ ده.

جنرال میلي زیاته کړه چې راتلونکې جګړې به په لوړه کچه پیچلې وي او د "تیر ایستونکي دښمن" او ښاري جګړې کې به د لیرې واټن دقیق هدف ویشتونکو وسلو او نویو پرمختللو ټکنالوژیو ته اړتیا وي.

ښاغلي میلي وویل چې د نړیوالې جګړې د ګټلو لپاره متحده ایالات باید په سمدستي توګه خپل ځواک او نظامي وسایل عصري کړي او انکشاف ورکړي. هغه تازه فارغ شویو افسرانو ته وویل چې د امریکایي ځواکونو فکر کول، روزنه او جګړه باید بدله کړي.

جنرال مارک میلي دغو افسرانو ته په خطاب کې وویل چې د "سبا ورځې د مشرانو په توګه دا خوردضابطان به د روباټیک ټانګونو، کښتیو، الوتکو سره جګړه کوي".

هغه زیاته کړه، " د دې بار وړل به ستاسو د نسل کار وي او سولې ساتلو او سترو ځواکونو تر منځ د جګړې د مهار کولو او مخنیوي مسؤلیت هم ستاسو په غاړه دی".

XS
SM
MD
LG