د جرمني صدراعظم فریدریش مرځ د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په پنځمه، په یوه نااعلان شوي سفر کې کییف ته ولاړ او د اوکراین لپاره یې د برلین د لا زیاتو مرستو خبر ورکړ.
جرمني اوکراین ته د شاوخوا یو میلیارد یورو په ارزښت د پوځي مرستو یوه بسته او د دغه هېواد د انرژۍ د زیربناوو د بیارغونې لپاره د ۳۵۰ میلیون یورو د مرستې یوه بله بسته ځانګړې کوي.
دواړو هېوادونو همداراز د بېپیلوټه الوتکو، هوايي دفاعي تجهیزاتو او وسلو د تولید په برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
مرځ د خپل سفر پر مهال وویل چې جرمني به د روسیې د فشارونو پر وړاندې شاتګ ونه کړي او د اوکراین ملاتړ یې د اروپا د امنیت لپاره اړینه وبلله. هغه اوکراین ته داسې مهال سفر کړی چې په کییف کې د هوايي بریدونو د خبرداري زنګونه او د چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
روسیې پر اوکراین خپل هوايي بریدونه زیات کړي او په وروستیو بریدونو کې یې په کیف او د دغه هېواد په څو نورو سیمو کې مهمې زیربناوې په نښه کړې دي. اوکرایني چارواکو همداراز په خارکیف او اودیسا کې د روسیې د بریدونو خبر ورکړی. په خارکیف کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په تور سمندر ګي کې یې د اوکراین دوه باروړونکي بېړۍ، د چورنومورسک بندر کې د تېلو د زېرمه کولو تاسیسات او د خارکیف په سیمه کې د برېښنا تاسیسات په نښه کړي دي. روسیه وايي، له دغو بېړیو یوه له پوځي تجهیزاتو څخه ډکه وه.
په کیف کې یوې روسي بېپیلوټه الوتکې د دنیپرو سیند پر سر د ښار شمالي پل په نښه کړ. دا برید پرلهپسې د څلورمې ورځې لپاره د اوکراین د پلازمېنې پر پلونو ترسره کېږي او سړکونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی دی.
اوکراین هم د روسیې د تېلو پر زیربناوو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د اوکراین دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد وروستیو بریدونو د روسیې د تېلو د تصفیې له ظرفیت څخه څه باندې ۵۱ سلنه له کاره لویدلي دي. دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، خو راپورونه ښيي چې د روسیې د سون توکو پر اکمالاتو فشار دوام لري.
په یوه جلا پېښه کې، د تور سمندرګي په سیمه کې رومانیايي چارواکو وویل چې د یوې باروړونکې بېړۍ د اور اخیستو له امله دوه کسان مړه شوي او د بېړۍ د عملې ۱۱ غړي ژغورل شوې دي. دغه بېړۍ د ترکیې ملکیت وه، غله یې لېږدوله او د ایټالیا پر لور روانه وه. تر اوسه د اور لګېدو علت نه دی معلوم.
فورم \ دبحث خونه