د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې د تودوخې څپې زرګونه کسان مړه کړي

د جرمني د عامې روغتیا ملي ادارې ویلي چې په روان کال کې تر اوسه په دغه هېواد کې د سختې ګرمۍ سره تړلیو پیښو کې شاخوا ۵،۱۲۰ کسان مړه شوي دي.

د انسټیټیوټ د پنجشنبې د راپور له مخې، له دې شمېرې څخه شاوخوا ۴۲۷۰ کسان د ۷۵ کلونو او تر هغې د زیات عمر لرونکي وو. راپور زیاتوي چې د مړو شویو ښځو شمېر د نارینه وو په پرتله لوړ و، ځکه چې د ډېر عمر لرونکو وګړو لویه برخه ښځې دي.

د اروپا د اقلیم د بدلون د څار ادارې، کوپرنیکس، ویلي چې لوېدیځې اروپا د خپل تاریخ تر ټولو توده د جون میاشت تجربه کړې.

د فرانسې، بلجیم، هسپانیې او هالنډ چارواکو هم راپور ورکړی چې د جون له ۲۰مې تر ۲۸مې د تودوخې څپې له امله له ۴،۷۰۰ څخه زیات اضافي مړینې ثبت شوې دي.

بل لور ته، د هند په شمالي برخو کې سختو موسمي بارانونو ونې چپه کړي او د ګنګا سیند د اوبو کچه یې لوړه کړې ده.

د هند د هوا پېژندنې ادارې د اتراکنډ ایالت لپاره د "نارنجي" خبرداری خپور کړی او د راتلونکو دوو ورځو لپاره یې د سختو او ډېر سختو بارانونو وړاندوینه کړې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په سپېڅلي ښار ریشیکیش کې زیارت کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د ګنګا سیند ژورو برخو ته دې نه ځي او له لامبو وهلو دې ډډه وکړي.

په صنعتي ښار نوېډا کې د یوې دېوال برخې د نړېدو له امله د موټرو یو کتار زیانمن شوی او په بېلابېلو ښارونو کې د ونو نړیدل لارې بندې کړې دي.

موسمي بارانونه د هند د کلنیو ورښتونو نږدې ۷۰ سلنه جوړوي او د هېواد د اوبو مهمې سرچینې بېرته ډکوي. د هند نږدې نیمه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو سیستم نه لري او شاوخوا نیمایي وګړي یې خپل ژوند د کرنې له لارې پر مخ وړي، له همدې امله د موسمي بارانونو شدت د میلیونونو خلکو پر ژوند او اقتصاد مستقیم اغېز لري

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG