د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني ملتپالان: اسلام زمونږ په هیواد کې ځای نه لري


ملتپالو تیره اونۍ په جرمني کې د جومات د جوړیدو پر ضد مظاهره وکړه
ملتپالو تیره اونۍ په جرمني کې د جومات د جوړیدو پر ضد مظاهره وکړه

د جرمني د مهاجرت ضد یو ملتپاله گوند چې د څو اونیو راهیسې یې ویل په جرمني کې اسلام ته ځای نشته، اوس په دې هیواد کې د څلور میلیونو مسلمانانو د مذهبي آزادیو د محدودولو غوښتنه کوي.

د AfD یا "جرمني لپاره انډول" په نامه گوند لوړپوړو غړو د دوشنبې په ورځ د جرمني د مسلمانانو د مرکزي شورا سره خپله غونډه وشلوله او دا ډله یې په دې تورنه کړه چې د خپلو هغو مذهبي عقایدو نه نه دي تیر شوي چې د جرمني د اساسي قانون سره په ټکر دي.

دا وضیعت وروسته له هغې رامنځ شو چې د AfD گوند د ختیځ جرمني په تورنگیا ایالت کې د یو جومات د جوړیدو پر ضد کمپاین پیل کړ او د لومړي ځل لپاره د "پگیدا" یا د وطنپرستو اروپایانو له ډلې سره چې د لویدیځې نړۍ د اسلامي کیدو ضد دي، یوځای شول.

ددغو دواړو ډلو محبوبیت وروسته له هغې په زیاتیدو شو چې په ٢٠١٥ کې جرمني د بل هر اروپایي هیواد په پرتله زیات شمیر مهاجر ومنل. شاو خوا یو عشاریه یو میلیون نوي مهاجر په جرمني کې ثبت شوي چې اکثریت یې مسلمانان دي. خو د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل د حکومت له موقف سره د AfD گوند مخالفت چې "اسلام د جرمني ټولنې اړوند" گڼي، دغه گوند د جرمني د ملتپالو ترمنځ محبوب کړی دی.

خو د جرمني د مسلمانانو مرکزي شورا د جومات جوړیدل په جرمني ټولنه کې د مسلمانانو د ادغام نښه بولي او هغه په جرمني کې په ازاده توگه د مسلمانانو د عبادت کولو لپاره مهم گڼي.

له بلې خوا د جرمني لپاره انډول گوند ددې ایالت پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې چې د نوي جومات د جوړیدو مخه ونیول شي، خو ممکن نه بریښي چې دغه گوند دې ددې لایحې د تصویب لپاره د نورو احزابو پلوي ترلاسه کړي. د AfD گوند وایي دوی به په تورنگیا ایالت کې د هر ډول قانوني اقدام نه کار واخلي چې ددې جومات د جوړیدو مخنیوی وشي.

دې گوند د مارچ په میاشت کې هغه وخت د جرمني سیاسي جوړښت ولړزاوه چې د مهاجرو ضد سیاست په نتیجه کې یې د دریو ایالتونو سیمه ییزو پارلمانونو ته لاره وموندله.

د پگیدا گوند، چې په درسدن ایالت کې د اونیزو مظاهرو په رابللو مشهور دی، یو موسس غړی یې چې لوتس بخمن نومیږي په دې وروستیو کې په دې وجه مجرم گڼل شوی دی چې پناه غوښتونکي یې په انترنیت کې "څاروي" او "پاتې شونې" گڼلي وو.

رپوټ: ای پي

ژباړه: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG