د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل: بریدگر مهاجر په جرمني ملنډې وهي


د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل د خپل مهاجر پلوه سیاست په وجه تر فشار لاندې ده
د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل د خپل مهاجر پلوه سیاست په وجه تر فشار لاندې ده

د جرمني صدراعظمې انگیلا مرکل په هغه هیواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي "ټولې ممکنې انساني هڅې" به وکړي چې په جرمني کې امنیت تضمین شي، د "وحشیانه اعمالو" مخه ونیول شي او دوروستیو ترهګریزو پیښو عاملان د قانون منگلو ته وسپارل شي.

انگیلا مرکل چې د مهاجرو په اړوند د ښه راغلاست پالیسي یې د هیواد دننه له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې ده پنجشنبې يې په یو خبري کنفرانس کې وویل "هغه پناه غوښتونکي چې بریدونه کوي، په هغه هیواد ملنډې وهي چې ورته یې پناه ورکړې ده".

تیر کال څه دپاسه یو میلیون مهاجر چې لسګونه زره افغانان هم پکښې وه جرمني ته پناه یوړه، خو اوس هغه هیواد ته د مهاجرو ورتگ ډیر کم شوی دی.

میرمن مرکل وویل چې هیواد یې خپلو اوصولو ته ژمن دی، او هغوی چې وړتیا ولري ورته به پناه ورکړل شي. هغې زیاته کړه چې جرمني به د رامنځ ته شویو گواښونو سم مدیریت وکړي.

په دې ترڅ کې د جرمني د بایرن ایالت چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ترهگرۍ ضد د یو نوي پلان د وړاندې کولو په ترڅ کې د سلگونو نورو پولیسو د استخدامولو او د مهاجرو د سوابقو د جدي ارزونې ژمنه وکړه.

په جرمني کې د یوې اونۍ په ترڅ کې څلور خونړي بریدونه شوي وو چې دوه یې د داعش د ډلې کار و. وروستی برید د سوریې یو پناه غوښتونکي وکړ چې پناه غوښتنلیک یې رد شوی و.

ددې بریدونو څخه درې یې د بایرن په ایالت کې شوي دي. ددې ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن وویل چې دوی به تر ٢٠٢٠ کال پورې ٢٠٠٠ نور پولیس منصبدار استخدام کړي، پولیس به په نویو وسایلو سمبال کړي، د اسلامي سخت دریځۍ او انټرنیتي جنایاتو په وړاندې د مبارزې لپاره به نوي دندې رامنځ ته کړي.

ښاغلي هیرمن همداشان وویل چې د پناه غوښتونکو سوابق باید سخت وڅیړل شي او په اسانه توگه د هغو مهاجرو د بریته استولو لپاره نوې ستراتیژۍ طرحه شي چې په جنایاتو کې ښکیل وي.

د بایرن د عدلیې چارو وزیر وینفرید باوزبک په یو خبري کنفرانس کې وویل چې "د سلفي تروریزم گواښ اروپا، جرمني خو بایرن ته رارسیدلی دی".

د ولفسبورگ ښار ته نژدې د تبره برید چې پنځه تنه په کې ټپیان شول او د انسباخ ښارگوټي ځانمرگی برید چې ١٥ تنه په کې ټپیان شول په جرمني کې هغه دوه لومړني بریدونه دي چې د اسلامي دولت ډلې یې مسولیت منلی دی. ددې دواړو پیښو بریدگر وژل شوي دي.

همداشان د پنجشنبې په ورځ د مهاجرو په چارو کې د جرمني کمشنرې ایدان اوزوگیوز د جرمني یوې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ټول هیواد جوماتونه باید د ځوانانو ترمنځ د تشدد او سخت دریځۍ په مخنیوي کې مثبت رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG