د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې کډوال تر سخت څار لاندې دي


پناه غوښتونکو په یوه اونۍ کې څلور خونړي بریدونه وکړل.
پناه غوښتونکو په یوه اونۍ کې څلور خونړي بریدونه وکړل.

په یوه اونۍ کې د څلورو خونړیو بریدونو نه وروسته چې دوه یې د داعش کسانو وکړل، د جرمني چارواکو نن د سه شنبې په ورځ د امنیت د لا ټینگولو او د پناه غوښتونکو د لا ډیر څارلو ژمنه وکړه.

په دې ناڅاپي بریدونو کې ټول لس کسان ووژل شول او لسگونه نور ټپیان شول. اوس هغو اندیښنو یو ځل بیا زور اخیستی چې جرمني ته په تیر کال کې ننوتي یو میلیون پناه غوښتونکې کیدای شی ددې هیواد لپاره امنیتي سرخوږی جوړ کړي.

د بواریا د ایالت امنیتي چارواکی جاشیم هرمن وايي "د اسلامي دولت ډلې (داعش) له موږ سره ډیره ظالمانه جگړه پیل کړې ده."

وروستی برید د سوریې یو پناه غوښتونکي وکړ. د هغه د پناه غوښتنلیک رد شوی وو او دیته انتظار وه چې بیرته له جرمني وویستل شي. د موسیقي د فیستوال څخه د باندې یې ځانمرگی وکړ او پنځلس تنه یې کړل.

تر دې وړاندې یوه ١٧ کلن افغان پناه غوښتونکي په یو ریل گاډي کې پرخلکو د چاقو بریدونه وکړل او پنځه کسان یې سخت ژوبل کړل. دی هم د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

تر ټولو خونړی برید ایران الاصله جرمني د مونیخ په یو بازار کې وکړ چې نهه کسان یې ووژل او لسگونه نور یې ټپیان کړل. چارواکې وایي چې برید کوونکی رواني ناروغ وو او له ترهگرو سره یې اړیکې نه لرلې.

او د یکشنبې په ورځ یوه سوري کډوال په جنوبي ښار کې یوه ښځه په چاقو ووژله او د پولیسو لخوا ونیول شو. پولیس وایي برید کوونکی د ترهگرې ډلې غړی نه وو.

امنیتي چارواکې وایي د اروپایي اتحادیې په یو لړ قوانینو کې د تعدیلونو اړتیا شته، چې موږ وکولای شو رد شوي پناه غوښتونکې ژر له هیواد څخه وباسو.

دی زیاته وي چې ددې ترڅنگ کورنۍ امنیتي ادارې باید دا وڅیړی چې برید کوونکي محمد دلیل څنگه وکولای شول چې پر خپل کور کې یې دوه خونړي بمونه جوړ کړي وو.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ټولو کډوالو ته د امنیتي گواښ په سترگه ونه گوري.

د کورنیو چارو وزیر تامس دي میزیري زیاته وي "سمه ده چې په ځانگړو پیښو کې کډوال لاس لري او هره یوه قضیه تر څیړنو لاندې ده، خو موږ باید ټولو کډوالو ته د شک په سترگه ونه گورو".

په جرمني کې دا مهال د ترهگرو ډلو سره د کډوالو د لاس درلودلو ٥٩ قضیې تر څیړنو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG