د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ته د ورتلونکو کډوالو شمېر کم شوی


اروپايي ټولنې له ترکیې سره یو تړون وکړ چې له مخې یې ترکیه اروپا ته د کډوالو د ورتک مخه نیسي
اروپايي ټولنې له ترکیې سره یو تړون وکړ چې له مخې یې ترکیه اروپا ته د کډوالو د ورتک مخه نیسي

سږکال جرمنی ته د کډوالو ورتک کم شوی دی خو تر نیمایي ډیر جرمنیان په خپل هېواد کې د کډوالو موجودیت تر ټولو لویه ستونزه بولي.

په ۲۰۱۵ کا کې ۸۹۰ زره خلک چې اکثره یې د منځني ختیځ، افریقا او افغانستان څخه ورغلي مسلمانان دي د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکي هیواد، جرمني ته تللي دي.

د جرمني د مهاجرت او د کډوالو دولتي ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۶ کال په یولو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۵زره نوي پناه غوښتونکي ثبت او راجستر شوي دي، چې د تېرکال په پرتله دا شمېره کمه ښودل کیږي.

په دغه هېواد کې د ځینو کډوالو له لوري پر ښځو او نجونو د جنسي زرورنو پېښو د کډوالو پر ضد منفي افکار هم څه ناڅه نور هم پارولي دي.

همدا تېره اونۍ د جرمني پولیسو یو مشکوک افغان پر یوې نجلۍ د جنسي تیري او بیا د هغې د وژلو په تور ونیوه . دغې پېښې په جرمني کې سیاسي ناندرۍ هم پارولي دي ان د جرمني ملتپاله ګوند پر چانلسرې انګیلا مېرکل نیوکه وکړه او ورته یې وویل چې کډوال منلي او غم دې هم وخوري.

خو د میرمن مېرکل مرستیال بیا وویل چې باید دا ډول یوه پېښه د ټولو کډوالو ستونزه ونه بلل شي. جرمني په اروپا کې هغه هېواد بلل کیږي، چې ډېر کډوال یې منلي دي.

په ورته وخت کې، د اروپايي هیوادونو ځیني چارواکي، د سوریې په وړاندې د امریکا د منتخب جمهور رئیس ډونالد ترمپ د دریځ نه اندیښمن دي او خبرداری ورکوي چې د مسکو او دمشق سره د ټرمپ نږدې همکاري به په سوریې کې ترهگر له منځه یونسي او دا کار به اروپا ته د کډوالو سیلاب روان وساتي.

XS
SM
MD
LG