د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: افغانستان به د ترهګرو هدیره وي


د امریکا کانگرس ته د ولسمشر غني وینا
د امریکا کانگرس ته د ولسمشر غني وینا

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا کانګرس ته په خپلې تاریخي وینا کې په اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ غږ وکړ چې د ترهګرو په وړاندې مبارزې کې چوپه خوله پاتې نشي.

ښاغلي غني په ښکاره وویل چې د اسلامي دولت دله او نورې ترهګرې ډلې د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي او افغانستان یې لومړۍ ګرښې کې دی.

ده په ټېنګار سره وویل چې باید د دغو ګواښونو په وړاندې په ګډه مبارزه وشي"موږ به د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له خپلو ګاونډیانو سره یوه ګډه جبهه جوړو او عربي نړۍ به ډېره ژر پوهه شي چې د اسلامي دولت ډله د دوی لپاره هم یو ګواښ دی او باید یې په وړاندې مبارزه وشي."

نوموړي وویل چې دی او اجرایي رئیس عبدالله وار د مخه د سعودي، اماراتو او ځینو نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره په دې تړاو خبرې کړي او هغوی هم ورته د مرستو ټټر ډبولی دی.

ده د سکندر کبیر نه نیولې د شوروي اتحاد د ځواکونو تر ماتې پورې تاریخ ته اشاره وکړه او ویې ویل افغانان پوهیږي چې خپل هېواد څنګه وساتي او ټېنګار یې وکړ چې افغانستان به د ترهګرو لپاره هدیره وي.

د سولې خبرې

ولسمشر غني په خپلې دغې شاوخوا یو ساعته وینا کې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې خپله خبره بیا تکرار کړه.

ده وویل طالبان باید له القاعدې جلا شي او خپلې ټولنې ته ور وګرځي " که طالبان افغان وي موږ ورته ښه راغلاست وایو، هغوی باید د افغانستان اساسي قانون ومني او په خپلې ټولنې کې ور ګډ شي. "

خو ښاغلي غني وویل چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو د حقونو، د مطبوعاتو د ازادۍ، ډیموکراسۍ او نورو برخو کې د تېرې لسیزې پرمختګونه او لاس ته راوړنې په خپل ځای او حال پاتې وي.

د ښځو حقونه

ښاغلي غني همدغه راز په افغانستان کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخې هم خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د افغانستان په سفارتونو او معینیتونو کې ډېرې ښځې پر دندو ګماري او هغوی ته به په تصمیم نیولو کې هم پراخه ونډه ورکوي.

ده وویل" د ښځو د حقونو په برخو کې باید فکري او دودیز انقلاب راشي چې په لارو او سړکونو کې یې حقونه تر پښو لاندې نشي، موږ نړیوال کنوانسیون لاسلیک کړی چې د ښځو حقونه وساتو."

ده وویل هڅه یې دا ده چې د افغان ښځو لپاره تعلیمي زمینې لا زیاتې برابرې کړې او باید ښځې د نارینو په څېرو اقتصادي اسانتیاوې ولري، خپلې دندې او کاروبار ولري.

افغانستان او اقتصادي پروژې

ولسمشر غني د خپلو راتلوونکو اقتصادي پلانونه په اړه هم ځينې خبرې وکړې، ده افغانستان په اسیا او سیمې کې له اقتصادي پلوه یو مهم هېواد یاد کړ او ویې ویل د افغانستان جغرافیویي موقعیت داسې دی چې د سیمې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

ده له منځنۍ اسیا نه پاکستان ته د کاسا زر په نامه د انرژۍ د لویې پروژې یادونه هم وکړه چې له افغانستان نه به تېریږي، ده همدغه راز له منځنۍ اسیا د اورګاډي د پټلۍ د غزولو پروژې ته هم اشاره وکړه او په وار وار یې وویل چې د سیمې او اسیا د هېوادونو پرمختګ د افغانستان په پرمختګ کې دی، خو ټېنګار یې په دې و چې دا ټولې پرمختیايي پروژې د امریکا له مرستو پرته ناشوني دي.

ولسمشر غني وویل اوس ټول پوهیږي چې د اسیا پرمختګ له افغانستان پرته ستونزمن دی او له افغانستان پرته د دغو هېوادونو نښلول ناشوني دي.

ښاغلي غني د امریکا د کانګرس غړو ته وویل چې افغانستان نور خیرات نغواړي بلکې غواړي چې د امریکا په مرسته په خپلو پښو ودریږي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې په راتلوونکو لسیزو کې به افغانستان دومره اقتصادي توان پېدا کړي چې هم به د خپلو امنیتي چارو او هم نورو برخو لپاره بودیجه برابره کړي.

له فساد سره مبارزه

ښاغلي غني وویل چې په تېرو کلونو کې په حکومت شته فساد د افغانستان نوم بد کړی خو، ژمنه یې وکړه چې د فساد رېښې به وباسي.

ده د بېلګې په ډول یادونه وکړه چې د خپل کار په دویمه ورځ یې د کابل بانک قضیه راوسپړله چې په افغانستان کې د فساد یوه لویه پېښه ده.

ده د کانګرس غړو ته ډاډ ورکړ چې افغان قضايي ځواک به د کابل بانک په قضیه کې ښکیلو کسانو سره حساب او کتاب کوي.

له امریکا مننه

ولسمشر غني د متحدو ایالتونو کانګرس ته خپله وینا د امریکا، د کانګرس او د امریکایانو نه په مننې پیل کړه. ده په وار وار له امریکا مننه وکړه چې له افغانستان سره یې مرسته کړې او لا یې هم مرسته کوي.

ښاغلي غني وویل " افغانستان، د افغانستان خلک، ښوونځیو ته تلوونکي ماشومان او نور ستاسو مرسته نه هیروي، له تاسو مننه چې موږ ته مو ښوونځي جوړ کړل، کلینیکونه او روغتونونه مو جوړ کړل، ستاسو سرتېرو قربانۍ ورکړې چې افغانستان ازاد او خپلواکه کړي."

د امریکا د کانګرس غړو، ښاغلی غني ډېر وستایه او نژې په هرې خبرې پسې وروسته یې چکچکې وهلې له خپل ځای څخه به پاڅېدل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا کانګرس ته خپله وینا په دې خبرو پای ته ورسوله چې افغانستان به بیا هېڅکله هم د ترهګرو ځاله نه وي، چې ترې خپل ترهګریز پلانونه عملي کړي" له تاسو یو وارې بیا مننه او الله دې د امریکا او افغانستان ملګرتیا همداسې ولري."

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG