د لاس رسي وړ اتصالات

غني: سخت حالات راغلي خو د بدلون لپاره یې پلان ترتیب شوی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌
افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د راتلونکو دریو میاشتو څخه تر شپږ میاشتو پورې د افغانستان وضعیت سخت اټکلوي، خو وايي چې د وضعیت د ښه کیدو لپاره یې پلان ترتیب کړی دی.

ښاغلي‌ غني نن د سه شنبې په ورځ جولای ۲۰ ( چنګاښ ۲۹) د افغان حکومت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او یو شمیر افغان سیاسي مشرانو سره د ارګ په جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ.

جمهور رئیس غني دوحه کې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسي مشرانو او افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او د طالبانو د یو شمیر مشرانو او د مرکچي پلاوي د استازو ترمنځ د دې اونۍ په سر کې شوو خبرو ته په اشارې وویل، چې طالبان د سولې نیت نلري، چې له همدې امله په دې برخه کې به یوه پریکړه وشي.

ښاغلي غني وویل " ګرانو هیوادوالو سخت وضعیت راغلی دی اوس د دې وخت نه دی، چې په دې وغږیږو، چې چا څه وکړل، په دې به بیا په راتلونکي کې غږیږو. د بشریت په تاریخ کې یو شی ثابت دی، چې پرون ته تغیر نشو ورکولی. خبره داده، چې نن څه کوو، زمونږ سبا زمونږ د اعمالو پورې تعلق لري."

ښاغلي غني وویل چې د روان امنیتي وضعیت د بدلون لپاره یې په دوو پړاونو کې یو پلان ترتیب کړی دی.

ښاغلي غني وویل " اوس خبره داده، چې د راتلونکو دریو میاشتو او شپږ میاشتو لپاره چټک پلان موجود دی او که نه؟"

جمهور رئیس غني وویل، چې یو پلان د جنګ د وضعیت د بدلون لپاره ترتیب شوی دی او په روانو سختو حالاتو کې دې د افغانستان لپاره یو فرصت ویني.

هغه وویل، چې پاکستاني چارواکو ورته ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا جګړې په ډګر کې بدلون به د طالبانو دریځ بدل کړي او هغوی به خبرو ته چمتو شي.

جمهور رئیس غني په تاشکند کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره د خپلې کتنې په باب وویل هغه ورته ویلي چې پاکستان پر طالبانو باندې نفوذ نلري.

خو د طالبانو مشر مولوی هیبت الله اخوند د لوی اختر په خپل پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو سره سره طالبان د خبرو له لارې د افغانستان د روانې لانجې هوارول غواړي.

جمهور رئیس اشرف غني په خپله وینا کې د افغانانو ترمنځ د اتفاق د نشتوالي په باب د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن څرګندونو ته هم اشاره وکړه او پرته له دې، چې د ښاغلي بایډن نوم واخلي ویې ویل، چې یو شمیر کسان، چې د افغانستان له تاریخ خبر نه دي دغه هیواد ته د نوو تاسیس شوو هیوادونو له عینکو ګوري او په دې باور دي چې افغانان وحدت نلري او" مونږ یو ملت نه یو".

د امریکا جمهور رئیس د چنګاښ په ۱۷ مه د افغانستان په باب په خپله وینا کې ویلي و، که چیرې افغان سیاسي مشران سره متحد شي د افغانستان اوسنی نظام به هیڅکله د ماتې سره مخ نه شي. خو زیاته کړې وه، چې هیڅ کوم هیواد په دې نه دی بریالی شوي، چې افغانان سره متحد کړي".

ښاغلي غني د افغانستان د بریالیتوب لپاره د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ یوالي ډیر مهم وباله.

XS
SM
MD
LG