د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان باید یا سوله وکړي یا دې ترهګر وګڼل شي


ولسمشر غني وايي چې د سولې غږ ته یې لبیک ندی ویل شوی.

ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنې په ورځ وویل" سولې ته چې کوم لاس مونږ اوږد کړی، دا لاس ونه نیول شو. زمونږ دا غوښتنه چې له پاکستان سره دولت په دولت په اړیکو کې بې طرفي وساتل شي تر اوسه پلي شوي ندي".

ولسمشر غني دا هم وویل چې طالبان باید پدې پوه شي، چې وخت د دوی په ګټه ندی. ولسمشر دا هم وویل چې دوی کولی شي، واقعي سوله وکړي او یا د نړیوالې ټولنې لخوا د ترهګرې ډلې په لست کې زیات شي.

ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د خپل څلور کلن پلان یادونه هم وکړه وې ویل چې دا امنیتي پلان به افغان ځواکونه لا پياوړي کړي. ولسمشر وویل یو عملي پلان به له خلکو او نړیوالې ټولنې سره په درېیو اوونیو کې دننه شریک شي.

ولسمشر غني،د نړیوالې ټولنې استازو ته وویل چې پداسې حال کې سره را غونډ شوي، چې کابل ښار لا هم د تیرې می د میاشتې د تروریستي په ویر کې دی" د کابل ښار له اووه زره ښاریانو سره مشورې له هغوی سره د اجماع او په امنیتي برخه کې د کلیدي اصلاحاتو او پرمختګ ښکارندوی دی".

افغان ولسمشر د نړیوالې ټولنې استازو ته وویل چې اصلاحات کوم اختیار ندی بلکې د اصلاحاتو راوستل یو حتمي کار دی، که اصلاحات رانشي، نو عام افغانان به خپل صبر په دواړو غاړو له لاسه ورکړي.
ولسمشر غني وویل" په تېرو دوه نیمو کلونو کې د ملي دفاع وزارت د پام وړ اصلاح شوی دی او د امنیتي سکټور د اصلاح لومړیتوب ورته د کورنیو چارو وزارت اصلاح ده".

ولسمشر وویل اصلاحات باید د یوه فرد او یا یوې ادارې کار نه وي، بلکې ملي وي او د ټول حکومت لخوا عملي شي.

XS
SM
MD
LG