د لاس رسي وړ اتصالات

غني: تروریزم سیمه کې ناسور دی ایستل یې ګډې هڅې غواړي


د رپوټونو له مخې په دغه برید کې ۴۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د رپوټونو له مخې په دغه برید کې ۴۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د ملي یووالي د حکومت مشرانو نن د جمعې په ورځ ( سلواغې ۲۶ مه) په جلا جلا بیانونو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر او د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د دغو هیوادونو پر امنیتي ځواکونو وروستي تروریستي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې دا مهال د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی، د خپل ټویټر په پاڼه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دغه هیواد د احتیاطي پولیسو د مرکزي ادارې د منسوبینو د موټرو پر کاروان د تیرې ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.

جمهور رئیس غني په دغه بیان کې تروریزم د ناسور د ناروغۍ سره تشبه کړی دی.

ښاغلي غني ویلي " تروریزم په سیمه کې یو سرطان دی، چې د جړلو د ایستلو لپاره یې ګډو هڅو ته اړتیا ده".

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کشمیر د پلوامه په سیمه کې د احتیاطي پولیسو د مرکزي ادارې د منسوبینو د موټرو پر کاروان برید کې ۴۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د جمهور رئیس غني سربیره اجرائیه رئیس عبدالله هم دا برید غندلی او بریدکوونکي یې بزدلان بللي دي.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم د هند تر ولکې لاندې کمشیر کې دا برید غندلی دی.

د هند پولیس وايي چې بریدګر، عادل احمد، نومیږي او د همدغې سیمې د پلوامه اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له جیش محمد په نوم یوې تروریستي ډلې سره یو ځای شوی و.

د جیش محمد ډله په پاکستان فعالیت کوي.

دغې ډلې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کې د انډین ایر لین یوه تالوتکه هم د الوتنې پرمهال د افغانستان کندهار هوايي ډګر ته له بند څخه د دغې ډلې د مشر د خوشې کولو لپاره تښتولې وه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد صدراعظم د جیش محمد د ډلې پر مشر د نړیوالو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په اعلامیو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دغه برید د غندنې سربیره د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایت کې پر ایراني امنیتي ځواکونو د اوړمې ورځې ناوخته برید هم غندلی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د جمعې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د ایران د سیستان او بلوچستان په ولایت کې دا برید وغنده.

ښاغلي عبدالله وویل، داسې نه شي کیدلی، چې که تروریست مونږ ووژلو هغه محکوم دي او که په نورو برخو د دنیا کې یې نور ووژل خیر دی کومه خبره نه ده.

که څه هم ښاغلي عبدالله دا ونه ویل، چې له دغو څرګندونو څخه یې مطلب څه وو، خو په دې وروستیو کې د طالبانو سره د ایران پر اړیکو افغان حکومت ناخوښي څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG