د لاس رسي وړ اتصالات

نوم لیکنې بهیر ګړندیتوت لپاره ولسمشرغني له علماو مرسته غوښتې


د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم دا مني، چې په تیرو شپږ ورځو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر رو پر مخ تللی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم دا مني، چې په تیرو شپږ ورځو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر رو پر مخ تللی دی.

دافغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیرې شنبې په ورځ په ۳۴ ولایتونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ،خو د تمې پرخلاف دا بهیر ډیر ورو پرمخ تللی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عملیاتو د چارو مرستیالې میرمن وسیمې بادغیسي د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې یوازې د نوم لیکنې د څلورو لومړیو ورځو شمیرنې شریکې کړې.

میرمن بادغیسي وویل، چې په څلور لومړیو ورځو کې ۷۶۰۱۷ رایې ورکوونکو خپل نومونه لیکلي، چې ۱۸۴۵۷ یې ښځې، ۱۲۵۰ یې کوچیان دي.

میرمن بادغیسي د جهارشنبې او د پنجشنبې د ورځو د رایې ورکوونکو شمیر په اړه وویل، چې د کمیسیون تخنیکي ټیم لا هم د معلوماتو په راټولو کار کوي.

په تیرو شپږ ورځو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې رو بهیر د افغانستان د ټاکنو د څار د یو شمیر ادارو د اندیښنو سبب شوی دی.

د شفافو ټاکنو د څار د ادارې ټیفا، رئیس محمد نعیم ایوب زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د دغې ادارې ارزونې ښيي، چې تراوسه په ټول افغانستان کې ډیر په کم شمیر رایې ورکوونکو خپل نومونه لیکلي دي.

ښاغلي ایوب زاده وویل " داسې ولایتونه هم شته چې په تیرو شپږ ورځو کې تر دوو سوو پورې رایې ورکوونکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه لیکلي دي".

د شفافو ټاکنو د څار د ادارې دغه چارواکي په کم شمیر د نومونو ثبت د اندیښنې وړ مسله وبلله او د دې کار یو علت یې د نوم لیکنې وړاندې ددغه بهیر په اړه خلکو ته د پوهاوي د پروګرامونو نشتون وګڼه.

همدې ستونزې ته په کتنې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د ۳۴ ولایتونو د ملکي او امنیتي ادارو د چارواکو سره د توحید د ملي مرکز له لارې د یو ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې د خبرو پر وخت له هغو وغوښتل، چې په خپلو مربوطه ولایتونو کې دې رایې ورکوونکو د نومونو د ثبت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي " محمد اشرف غني همدارنګه والیانو ته لارښوونه وکړه چې ټول دولتي مامورین او د دوی کورنۍ دې په راتلونکې اونۍ کې د رای ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي او همدارنګه دې په ولسوالیو کې په دغه بهیر کې د ګډون په موخه د خلکو پوهاوی زیات کړي".

همداشان ارګ په یو بیان کې ویلي، چې جمهور رئیس غني د حج او اوقافو وزیر ته لارښوونه کړې، چې د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د خلکو د عامه پوهاوي په موخه د ټاکنو د بهیر د ارزښت د بیانولو ترڅنګ خلک په دغه بهیر کې د ګډون لپاره نوم لیکنې ته وهڅوي.

جمهور رئیس غني د ټاکنو بهیر کې د ګډون لپاره د علماو، متنفذینو، مدني ټولنو، ځوانانو، رسنیو او د ټولنې د ټولو اقشارو رول ته په اشارې ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې په ګډه همغږۍ او همکارۍ د خلکو د پوهاوي کچه د لوړولو او خلک د ټاکنو بهیر کې ګډون ته وهڅول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د پلان له مخې ټاکل شوې د غوايي د میاشتې تر ۲۲ ورځې پورې به رایې ورکوونکي د ولایتونو په مرکزونو او د غوایي د ۲۳ څخه د غبرګولې د ۲۳ پورې په ولسوالیو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره خپل نومونه ولیکي.

XS
SM
MD
LG