د لاس رسي وړ اتصالات

غني د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون لپاره چین ته ځي


افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي هیواد په توګه منل شوی دی.
افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي هیواد په توګه منل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې ده، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ شي.

د بهرنیو چارووزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت به په دې ناسته کې سیمې د نښلیدلو او په دې برخه کې د افغانستان په اهمیت ټینګار وکړي.

ښاغلي احمدي وویل " دا د شانګهای د غړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ کلنۍ ناسته ده، یو د هغو مسلو څخه، چې ټاکل شوې دا ځل پرې په ناسته کې خبرې وشي، سیمې ته د ګډو امنیتي ګواښونو مسله ده. په کومه مسله، چې مونږ به پرې ټینګار وکړو هغه د سیمې د نښلیدو مسله ده، چې کولی شي د افغانستان اهمیت پورته بوځي او د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات لپاره ډیر موثر دی".

په چین کې د شانګهای د غړو هیوادونو سبانۍ سرمشریزه د دغې ټولنې د غړو هیوادونو اتلسمه کلنۍ غونډه ده.

تراوسه لا څرګنده نه ده، چې جمهور رئیس غني په مشرۍ افغان پلاوی به څه وخت له کابل څخه چين ته لاړ شي.

ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په نهه او لسمه د شنبې او یکشنبې په ورځو د چین د ختیځ کینګ ډاو په ښار کې د شانګهای د غړو هیوادونو سرمشریزه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چین ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې سفر کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ملګرتیا وکړي.

د شانګهای سازمان، چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین د شانګهای په ښار کې د چین، روسیې، ازبکستان، تاجکستان قزاقستان او قرغزستان د مشرانو له خوا رامنځ ته شو، تیرکال هند او پاکستان هم په کې د غړو په توګه ومنل شول.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای په سازمان کې د څارونکي په توګه منل شوی.

د افغانستان سربیره، ایران، بیلروس، منګولیا هم د دغه سازمان په غونډو کې د څارونکو هیوادونو په توګه برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG